د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې په لومړي ځل له پاکستان څخه د لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شارجه په نړیوال میدان کې پاکستان ته په دویمې شل اوریزې لوبې کې هم ماتې ورکړه او یو بل تاریخ یې جوړ کړ.

افغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې له پاکستان څخه د لوبو یوه لړۍ وګټله. د بري شاټ نجیب ځدراڼ وواهه.

افغان توپ اچوونکو ډېر ښه پیل وکړ خو پاکستان د عماد وسیم د ۶۲ منډو په مټ افغانستان ته د ۱۳۱ منډو نسبتآ یو ښه هدف وټاکه.

د پاکستان شاداب خان ۳۲ منډې وکړې او په وروستي توپ د دویمې منډې په هڅه کې اوټ شو.

رحمان الله ګربز ۴۳ او ابراهیم ځدراڼ ۳۸ منډې وکړې او د هدف په ترلاسه کولو کې یې مهم رول ولوبوه. نجیب ځدراڼ ۲۳ او محمد نبي ۱۴ منډې وکړې او د دوی د منډو ملګرتیا د افغانستان بری یقیني کړ.

دا په دریو ورځو کې دویم ځل دی چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکوي.

په افغان توپ اچوونکو کې فضل حق فارقوي دوه، راشد خان او نوین الحق او کریم جنت یو یو پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

له پاکستان څخه د کرکټ د لوبې له ګټلو وروسته یو شمېر وسله والو طالبانو د خوشحالۍ هوايي ډزې کړې دي.

دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه وه چې نن یکشنبه مارچ ۲۶ (حمل پنځمه)د شارجه په نړیوال میدان کې وشوه. د دوی ترمنځ د دریو لوبو د لړۍ وروسته لوبه سبا دوشنبه په همدغه میدان کې ده.

جعفر هاند دلته په دغې لوبې غږېدلی دی:

XS
SM
MD
LG