د لاس رسي وړ اتصالات

لیندا: د طالبانو له لوري د ښځو د حذف کولو په ضد مو مبارزه روانه ده


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا ګرینفیلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا ګرینفیلډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لیندا تامس ګرینفیلډ وايي چې طالبان هڅه کوي ښځې له صحنې څخه وباسي چې په خبره یې دا کار د «منلو نه» دی.

لیندا تامس ګرینفیلد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د تازه بندیز په غبرګون کې ویلي دي چې طالبانو باید پرېنښودل شي چې ښځې محدودې کړې له نورو ښځو سره همکاري‌ ونشي کړای.

هغې وویل: «موږ د خپلو نژدیو افغان شریکانو سره کار کوو. د هر هغه څه په وړاندې چې طالبان یې کوي- د ښځو د حذف کولو په اړه- مبارزه کوو. دا ډاروونکی دی. دا د منلو نه دي.»

دا وايي چې له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوي چې د طالبانو د دغه تصمیم په اړه غوره ځواب ورکړي. میرمن ګرینفیلډ وویل چې متحده ایالتونه د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

سره له دې چې طالبانو نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې وه چې د ښځو له تعلیم او کار سره به مشکل نلري، خو د نجونو متوسط او عالي ښوونځي یې وتړل، پوهنتونونه یې ورته بند کړل او له کار او هر ډول مشارکت څخه یې هم منع کړې. ښځې دا مهال په افغانستان کې یوازې په صحي سکتور کې کار کوي.

په تازه اقدام کې طالب واکمنو په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی دی.

یوناما وايي چې طالبانو ورته دا خبر ورکړ دی. ملګري ملتونه وايي دا پرېکړه د منلو نه ده او د «ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون په ضد» ده. یوناما په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت شارژدافیر نصیر فایق امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې «طالبان د افغانستان له اړمنو خلکو سره بشري مرستې او همکاري، چې افغانانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو همکارانو ته یې حیاتي دي، سیاسي» کوي.

نوموړي ویلي دي د طالبانو دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې.

یوناما وايي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتنبایوا د طالبانو له لوړ پوړیو واکمانو سره اخته ده چې د دغه سازمان اعتراض ورته رسوي او ترې وغواړي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي.»

وايي ملګري ملتونه همدغه راز په دې اړه له خپلو غړو دولتونو، بسپنه ورکوونکو سازمانونو او بشري شریکانو سره په خبرو اخته دی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG