د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر [یوناما] به نن چهارشنبه اپریل پنڅمه (وري۱۶) له طالب مقاماتو سره په دې خبرې کوي چې ولې یې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې کار ته نه دې پرېښي.

یوناما به له طالب چارواکو څخه د هغوی د دغه «نوي بندیز په اړه وضاحت» وغواړي.

ملګرو ملتونو تېره ورځ وویل چې طالبانو یې په ننګرهار د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده. یوناما ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو چارې زیانمنې کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د طالبانو دا کار غندلی دی او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړه پېرته واخلی.

ګوتېرش ویلي دي که طالبان دا پرېکړه بدله نکړي، له اړمنو افغانانو سره به د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ظرفیت کمزوری شي.

رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند دوچاريک له قوله راپور ورکړى چې ملګري ملتونه د طالبانو دا تازه اقدام څېړي او ټاکل شوې د ملګرو ملتونو استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو په دې اړه خبرې وکړې.

دوو باخبره سرچينو دغه اژانس ته ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو نارينه او ښځينه کار کوونکو څخه غوښتي چې تر ۴۸ خپلو کارونو ته حاضر نشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ريچارد بنيت هم د طالبانو دغه پرېکړه له بشري حقونو څخه سرغړونه او هغه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل بللی.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو مخکنی ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د طالبانو ياده پرېکړه اشتباه بللې ده. هغه ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمېدو سبب شي.

د راپورونو په اساس ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې د ۴۰۰ښځو په ګډون ٣٣٠٠ کار کوونکي لري چې زياته برخه يې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعاليت کوي.

طالبانو تر دا مهاله پدې اړه څه نه ويلي خو پر افغانستان تر بيا حاکميت وروسته يې پر ښځو په بېلابيلو برخو کې محدوديتونه لګولي دى.

XS
SM
MD
LG