د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) متیو میلر د یاد وزارت د نوي ویاند او د ند پرایس پر ځای معرفي کړ.
بلینکن پر یو ټویټ لیکلي: "خوشاله یم چې متیو میلر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه معرفي کوم. په حکومت کې د متیو تجربه او له بهرنۍ پالیسۍ څخه د هغه ژور درک، له موږ سره مرسته کوي او د پیچلو نړیوالو ننګونو په اړه د اړیکو تینګښت ته دوام ورکړو. مننه کوم چې هغه دا رول منلی دی."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي دي چې متیو میلر پر اوکراین د روسیې د برید په لومړیو ورځو کې د امریکا د ملي امنیت له شورا سره یوځای شو.
بلینکن زیاته کړه، میلر د اوکراین له واکمني څخه د متحدو ایالتونو د ملاتړ د یوې برخې په توګه ، د امریکا د حکومت ارتباط رهبري کړی دی.
هغه ویلي چې میلر به د ودانټ پاټل او د دفتر له نورو غړو سره، حقیقت ته د لاسرسي په برخه کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ژمنو ته پابند ووسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیر کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د یاد وزارت ویاند ند پرایس له خپلې دندې ګوښه کیږي او په یاد وزارت کې بل مقام ترلاسه کوي چې له بلینکن سره به نږدې همکار وي.
ند پرایس په ۲۰۱۷ کال کې د بارک اوباما د جمهوري ریاست په دوران کې د سي ای آې او د ملي امنیت د شورا د کارکوونکي په توګه په علني ډول له حکومت څخه استعفا وکړه او ویې ویل چې له اطلاعاتي ټولنې څخه د انتقاد له امله نشي کولی په ارام وجدان سره د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خدمت وکړي.
پرایس د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه کار پیل کړ او له هغه وخته بیا د خپل کار تر پایه د یاد وزارت د ویاند په توګه پاتې شو.
نوموړي په څه باندې ۲۰۰ خبري کنفرانسونو کې ګډون وکړ او د امریکا اوسني موقف او پالیسو ته یې انعکاس ورکړ.