د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا هڅه کوي د طالبانو له بند څخه څو امریکایان آزاد کړي 


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس ته د معلوماتو د ورکولو پر وخت
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس ته د معلوماتو د ورکولو پر وخت

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۳ ( وري ۳) وویل چې امریکا هڅه کوي ترڅو د طالبانو له خوا نیول شوي څو امریکایان خوشې شي او ۴۴ نور امریکایان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، له هغه هیواد څخه وباسي.

ښاغلي بلینکن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ګډوډو وتلو په اړه د امریکا کانګرس ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل چې طالب چارواکو "څو امریکایان" توقیف کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ د دوی د ازادۍ د خوندي کولو لپاره کار کوو. د دوی کورنیو له موږ څخه غوښتنه کړې چې د هغوی هویت وساتو او د دوی د قضیې په اړه په علني توګه خبرې ونه کړو."

بلینکن وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د ٩٧٥ امريکايي اتباعو د وتلو زمينه برابره کړې او شاوخوا ١٧٥ کسان چې وايي د امريکا تابعيت لري، په افغانستان کې پاتې دي، چې ځينې يې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته تللي دي.

بلینکن وویل: "۴۴ یې وتلو ته چمتو دي او موږ د دوی د وتلو د اسانتیا د برابرولو لپاره کار کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وروسته بیا وویل چې دا ۹۷۵ یوازیني هغه امریکایان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو راوروسته د واشنګټن له خوا د سفر اسانتیاوې ورته برابرې شوي، خو د امریکا نور اتباع او دایمي اوسیدونکي په خپلواکه توګه له هغه ځایه وتلي دي.

طالبانو وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، په عملي توګه یې ښځې له عامه ژوند څخه وایستلې او په ټول افغانستان کې یې په ښځو او نجونو باندې مخ په زیاتیدونکې توګه سخت محدودیتونه وضع کړل، چې هغوی نه یوازې په دولتي او نادولتي موسسو کې له کار کولو منعه کړې، بلکې هغوی یې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منع کړي دي.

تر اوسه د طالبانو د تاریخي متحد، پاکستان په ګډون هیڅ هیواد د دې ډلې واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې او ملګرو ملتونو ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو د حقونو لپاره «په نړۍ کې تر ټولو ځپونکی هیواد» دی.

بلینکن وویل هغه احکام چې طالبان د ښځو په وړاندې صادروي سربیره پردې چې غلط دي د افغانستان د ګټو خلاف هم دي.

هغه زیاته کړه، «مونږ خورا په څرګنده ویلي دي چې که دا کار [په ښځو باندې بندیز] دوام وکړي، د نړۍ له هر هیواد سره عادي اړیکې درلودل چې طالبان یې په لټه کې دي، په اسانه نشي پیښددای.»

له افغانستان څخه وتل

جمهوري غوښتونکو چې د جنورۍ په میاشت کې یې د متحده ایالتونو د کانګرس د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې، تل یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هیڅکله کانګرس ته بشپړ راپور نه دی وړاندې شوی.

د امریکا د استازو د خونې د بهرنیو چارو د کمیټې جمهوري غوښتونکی مشر مایکل مک کال تیره اونۍ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د «ناوړه» وتلو د بهیر په اړه د تحقیقاتو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی دی او په وینا یې د امریکا خلک "ګمراه" کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۲۶مې د کابل له هوايي ډګر څخه د باندې د برید مسله راپورته کړه، چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.

ښاغلي مک کال بلینکن ته د دوشنبې تر ورځې پورې وخت ورکړ چې یو تلګرام چې په رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ورکړي.

په هغه تلګرام کې امریکايي دپلوماتانو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو تر وتلو مخکې خبرداری ورکړی و چې که امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووځي افغان حکومت به ژر سقوط وکړي.

مک کال د یو امریکایی افسر مور ته په خطاب کې چې په برید کې وژل شوی و، ژمنه وکړه "تر هغه وخته به آرام نه شي چې خلکو [مسؤولین] سره حساب ونه شي."

مک کال وویل: "تر هغه چې موږ ځوابونه ترلاسه نه کړو، حتی که اړ اوسو چې د ترلاسه کولو لپاره یې د تر وروستي مقام پورې ولاړ شو، مونږ به آرام نشو."

بلینکن هم د معلوماتو په برابرولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه، خو ویې ویل چې تلګرام د دې وزارت یو پخوانی دود و، چې تاریخ یې تر لسیزو رسیږي. هغه زیاته کړه چې تلګرام یوه ځانګړې طریقه ده چې یو عیني شاهد د واقعیت راپور ورکوي او په بشپړ ډول یوازې د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکیږي.

بلینکن وویل هغه غواړي چې "د دې پروسې بشپړتیا خوندي کړي" او ډاډمن شي چې د هغې په بربنډولو سره په راتلونکي کې د واقعتونو د ویلو مانع نشي.

ښاغلي بلینکن تیره ورځ د امریکا د سنا د تخصص کمېټې په استماعیه غونډه کې هم وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي او د اپرېل د میاشتې تر نیمايي پورې به خپلې موندنې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړي.

مک کال د مارچ په ۱۵مه (کب ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: "د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو خنډ ګرځي او موږ به دا ونه زغمو. د امریکا خلک له افغانستان څخه د غمیزې ډکو وتلو په اړه د ځوابونو د ترلاسه کولو مستحق دي."

هغه خبرداری ورکړ چې که د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس لخوا غوښتل شوي اسناد چمتو نه کړي، ددې وزارت په عنوان به احضاریه صادره کړي.


خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د مارچ په ۱۰مه وویل: «له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو راهیسې، موږ د کانګرس د دواړو ګوندونو [جمهوریت غوښتونکي او دیموکرات] غړو ته تر ۱۵۰ زیات راپورونه ورکړي دي. له دې سربیره د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په عامه استماعیو کې برخه اخیستې او پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي، او دې ادارې د افغانستان د پالیسۍ په اړه د کانګرس د غړو او د هغوی د مامورینو غوښتنو ته ځواب ویلی دی.»

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر د جمهوري غوښتونکو له نیوکو سره سره، د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ټینګار یې کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه یې د دپلوماتیکو او نظامي مقاماتو سره د مشورو په اساس کړې ده. بایډن دا هم ویلي دي چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.

د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د وتلو بهیر چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ پیل شو، له ګډوډۍ سره مل و. وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ له افغانستان څخه ووت.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

XS
SM
MD
LG