د حایل اونیزه خپرونه
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي دي چې د ظلم په اساس جوړ شوي حکومتونه بقا نلري. ایا د ملا هبت الله دا څرګندونې د طالب مشرانو د ظلم او ستم او بې عدالتیو په اړه اندېښنه ده؟ ایا د طالبانو حکومت توانېدلی عدالت تطبیق کړي؟ د حایل د دې اوونۍ په ځانګړې خپرونه کې په همدې اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد او د مخکني حکومت د سولې له یو مذاکره کوونکي محمد ناطقي سره تود بحث لرو. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
برخه
-
غویی ۰۷, ۱۴۰۳
افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت - حایل
-
وری ۱۷, ۱۴۰۳
افغانستان او سیمه کې د داعش خطر - حایل