د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان له نیول کېدو وروسته په لومړي ځل محکمې ته حاضر شو


په عمران خان باندې د فساد تورونه لګول شوي
په عمران خان باندې د فساد تورونه لګول شوي

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان نن چهارشنبه مۍ لسمه (غوايي۲۰) په اسلام اباد کې یوې ځانګړې محکمې ته حاضر شو. دا تېره ورځ د هغه له نيول کېدو وروسته لومړی ځل دی چې محکمې ته حاضرېږي.

عمران خان تېره ورځ محکمې ته له حاضرېدو وروسته، د نیمه پوځي ځواک غړو ونیوه او د احتساب ادارې ته یې وسپاره. هغه په فساد، د پوځ د ځینو مشرانو په ضد څرګندونو او نورو مسائیلو کې په ښکېلتیا تورن دی.

د عمران خان وکیلانو ویلي دي چې د نیمه پوځي ځواک غړو د عمران خان د نیولو په مهال په هغه باندې فزیکي برید کړی دی.

عمران خان چې کله محکمې ته حاضرېده، په اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي وو.

د تحریک انصاف ګوند مقامات د ۷۰ کلن عمران خان له نيول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې. په مظاهرو کې تر دې دمه د یو کس د وژل کېدو او لسګونو نورو د ژوبل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ټویټر په ګډون په ټولنیزو رسنیو بندیز لګولی دی او انټرنټي خدمات یې هم بند کړي دي. ځینو پاکستاني تلویزونونو د روانو مظاهرو په اړه له راپورو ورکولو هم ډډه کړې ده.

دا مطلب هم ولولئ

د عمران خان پلویانو په ځینو سیمو کې په حکومتي او پوځي ودانیو هم بریدونه کړي دي او لارې یې بندې کړي دي.

په پېښور، کویټه، کراچۍ او نورو سیمو کې هم مظاهرې شوې. د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي له خپلو پلویانو څخه غوښتي چې سوله ایزې مظاهرې روانې وساتي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پاکستاني سیاسي ډلو غږ کړی دي چې ستونزه د «تفاهم» له لارې حل کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په پاکستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم ګڼل شوی.

عمران خان تېرکال په پارلمان کې له رایې اچوونې وروسته سلب صلاحیت او له واک څخه لېر کړل شو. هغه تور لګوي چې د پاکستان سیاسي ګوندونو او واشنګټن له واک څخه لېرې کړی د، خو سیاسي ګوندونو او امریکايي چارواکو دا تورونه رد کړي دي. عمران خان ویلي وو چې د پوځ یو مشر یې د وژلو پلان کړی و.

XS
SM
MD
LG