د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې وضعیت کړکیچن شوی 


پاکستان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې
پاکستان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې

د سه شنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي۱۹) د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان له محکمې څخه واېستل شو او ونیول شو. د هغه له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې.

د بلوچستان په مرکز کویټه کې یو کس له پولیسو سره په اخ او ډب کې وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

په کراچۍ، پېښور، راولپنډۍ او لاهور کې هم شاوخوا ۱۵ کسان ژوبل شوي دي. پولیسو په مظاهره کوونکو اوښلن ګاز شېندلی چې خواره واره شي.

د پاکستان د مخابراتي تنظیم ادارې ویلي دي چې د ټویټر په ګډون یې په ټولنیزو رسنیو بندیز لګولی او په اسلام اباد او نورو ښارونو کې یې انټرنټي خدمات بند کړي دي.

چارواکي وايي د پنجاب په ایالت کې یې مظاهرې منع کړې دي. په همدې حال کې د عمران خان شاوخوا ۴۰۰۰ پلویانو په لاهور کې د سیمې د یو لوړ پوړي امنیتي مشر په رسمي استوګنې یرغل کړی، کړکۍ، دروازې او څوکۍ یې ماتې کړي. امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.

مظاهره کوونکو د پولیسو ځینې موټرونه سوځولي او عمده لارې یې بندې کړي دي.

مظاهره کوونکو همدغه راز د راولپنډۍ په ښار کې د پوځ د مرکز اساسي دروازه ماته کړې او د عمران خان په پلوۍ شعارونه ورکوي.

په کراچۍ کې بیا پولیسو د عمران خان په پلویانو ربړۍ ګولۍ ورولي، اوښلن ګاز یې پرې شېندلی او خواره واره کړي یې دي.

ځینو خصوصي ښوونځیو سبا چهارشنبې خپل درسونه لغوه کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف غړي وایي چې د ملي حساب ورکوونې د ادارې پولیسو د اسلام اباد په عالي محکمې کې عمران خان ونیوه او د مرمیو ضد یو موټر کې یې ځان سره بوته. عمران خان اسلام اباد ته نژدې په راولپنډۍ کې د حساب ورکوونې ادارې ته بیول شوی چې تر پوښتنې وشي.

د دغه ګوند یو مشر فواد چوهدري د ۷۱ کلن عمران خان نیول «اختطاف» بللی دی. په عمران خان باندې د فساد تورونه لګول شوي او همدغه راز د پوځ په ضد په پاروونکو ویناو هم تورن شوی دی. خان دا تورونه نه مني.

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ وویل چې عمران خان ځکه ونیول شو چې له تحقیق کوونکو سره یې همکاري نه کوله. نوموړي د عمران خان د پلویانو له لوري تاوتریخوالي وغندل او ویې ویل چې مظاهره کوونکي باید ارام وي او زیاته یې کړه هغه څه چې پېښ شول نه باید شوي وای.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په عمران خان باندې انتقاد کړی چې په پوځ باندې یې نیوکې کولې. هغه د عمران خان له نیول کېدو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل: «باید دا ډېره ښکاره وي چې تاسو د مخکني صدراعظم په توګه، چې اوس د فساد له کبله محاکمه کېږي، د حقوقي او سیاسي سیستم د نسکورولو لپاره د مشروعیت ادعا لری.»

عمران خان تېرکال په پارلمان کې سلب صلاحیت شو او له واکه لېرې کړل شو. هغه د پاکستان اووم صدراعظم دی چې نیول کېږي. د مارچ په میاشت کې هم پولیسو د عمران خان په کور باندې حمله وکړه چې هغه ونیسي،‌ خو بریالي نشول. عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان صدراعظم وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG