د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د مخالفانو خبرداری: شاید د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو څخه هم خطرناکې پېښې وشي


د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا»، چې د طالبانو له مخالفو سیاسي مشرانو څخه جوړه ده، وايي چې د طالبانو په اړه د نړۍ د دریځ نه بدلېدل ممکن د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر ترهګریزو بریدونو هم د خطرناکو پېښو سبب شي.

دغې شورا د سپتمبر د ۱۱ په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د دوه وېشتم تلین په مناسبت یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په افغانستان باندې داسې خلک مسلط شوي چې د القاعده مشر او د سپتمبر د پېښې ترهګرو ته یې پناه ورکړې وه.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې نړۍ هغه وضعیت هېر کړی او له طالبانو سره خوشباروانه تعامل کوي.

د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» ویلي دي چې نړۍ څنګه له یوې داسې ډلې سره تعامل کوي، چې په سیمې او نړۍ کې یې د ترهګرۍ خپرېدو امکان برابر کړی دی.

د دغې شورا په اعلامیې کې ویل شوي: «که نړۍ د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې شي او د طالبانو په اړه خپل دریځ بدل نکړي، امکان شته چې یو ځل بیا د سپتمبر د ۱۱ څخه د لا خطرناکو پېښو شاهدان واوسو. ځکه هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي، د ترهګرو ډلو له غوړېدو او افراطي فکر له تقویه کېدو پرته بل څه نه دي.»

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱ د القاعده ډلې غړو دوه مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز له دوو دنګو ودانیو سره وجنګولې چې په کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول. دې پېښې په افغانستان کې د طالبانو د هغه وخت په حکومت باندې د امریکا بریدونو ته لاره هواره کړه.

دا شورا وايي چې طالبانو په تېرو دوو کالونو کې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې هېڅ یوه غوښتنه نه ده منلې او د تېر په څېر یې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل کړی دی.

د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او نظارت کمېټې په خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې اورپکي ډلې له ازاد تګ راتګ څخه برخمن دي او په افغانستان او سیمه کې تروریستي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بحري ځواکونو د تحلیل د مرکز د ګواښونو او ازموینو د پروګرامونو مشر جانتن شرودن ویلي دي سره له دې چې ترهګر نه دي توانېدلي بیا د سپتمبر د ۱۱ په څېر بریدونه وکړي، خو په خبره یې د ترهګرو ډلو د ګواښونو د ختمولو لپاره هڅې هم ناکامې وي.

طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت نه مني او وايي چې هېچاته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخ د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG