د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتو په اړه غبرګونونه
۵
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل:" موږ له فلسطین او اسرائیلو څخه غواړو چې سمدستي اوربند وکړي؛ له تاوتریخوالی څخه لاس واخلئ او د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوې هراړخیزې، تلپاتې او اوږد مهاله سولې د رامنځ ته کولو په موخه د خبرو اترو بهیر پیل کړئ."
۶
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې "د شنبې د ورځې جګړه د اسرائیلي صهیونیستانو له خوا د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو او د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته د پرله پسې سپکاوي او بې حرمتۍ له امله رامنځته شوې ده. " اعلامیې کې د فلسطین د خلکو ازادۍ او له خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت ددوی مشروع حق ګڼل شوې دی.

۷
مصر چې له تاريخي پلوه د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی دی، د تاوتریخوالی د زیاتیدو د خطر د خبرداری په ترڅ کې له دواړو لورو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.
۸
د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن صفدي هم له خپل مصري سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړه ده