د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتو په اړه غبرګونونه
۱
په اسرائیل د حماس د توغندیو بریدونو څخه وروسته چې ویل کیږي شاوخوا ۷۰ تنه پکې وژل شوي، اسرائیلي ځواکونو د غزې په ښار هوایي بمبارۍ وکړلې. اسرائیل ويلي چې حماس به د دې برید له کبله "بې ساری" قیمت ادا کړي.
۲
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره یې خبرې کړي او خپل ملاتړ یې ورته څرګند کړی.
ښاغلي بایډن په اسرائیل د حماس برید غندلی او هغه یې "په انساني کچې ناوړه غمیزه" یاده کړې.
ښاغلي بایډن په اسرائیل د حماس برید غندلی او هغه یې "په انساني کچې ناوړه غمیزه" یاده کړې.
۳
سعودي عربستان د کویت، عراق، قطر او عمان په ګډون د سیمې د نورو هیوادونو د اعلامیې منعکس کړيدي او ویلي چې پر اسرائیلو د حماس بریدونه د فلسطیني ولس د دوامدار اشغال او له خپلو مشروع حقونو څخه د محرومیت پایله ده.
۴
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزوف بوریل د شنبې په ورځ په اسرائیلو کې د حماس د بریدونو د غندلو پرمهال، د حماس له خوا د ملکي وګړو برمته کول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وبلله