د اوکراین ولسمشر ولامیرزیلینسکي په لومړي ځل له روسیې سره په جګړې کې د خپلو وژل شویو سرتېرو رسمي شمېره اعلان کړه.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۵ (حوت درېیمه) خبریالانو ته وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې یې ۳۱۰۰۰ سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي زیاته وکړه چې د زخمیانو شمېر ځکه نه په ډاکه کوي چې دا کار به د روسیې له پوځي پلان جوړوونکو سره مرسته وکړي.
زیلینسکي وویل: «۳۱۰۰۰ اوکرایني سرتېري سږکال وژل شوي دي، (پوتین) درواغ وایي، ۳۰۰۰۰ نه دي او ۱۵۰۰۰ نه دي. خو دا زموږ لپاره ډېر لوی زیان دی.»
تېرکال د اوکراین د ولسمشر مشاور میخایلو پودولیاک ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له ۲۴ نېټې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل را وروسته ۱۳۰۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.
دا شمېرې داسې مهال خپرېږدي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره شول.
که څه هم روسیې د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر اعلان کړی نه دی، خو څه موده مخکې د میدیازونا او د بي بي سي د روسۍ څانګې په تحقیقاتو کې د ۴۵۱۲۳ سرتېرو هویت معلوم کړی چې د اوکراین په جکړې کې وژل شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي وو چې ممکن د روسیې تلفات ترې هم زیات وي.
تر دې مخکې د بریتانیا ډیلي میل ورځپاڼې د دغه هېواد د فاعي او استخباراتي سرچېنو په حواله راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۳ کال کې هره ورځ د روسیې ۳۰۰ سرتېري په جګړې کې وژل شوي. بریتانیا ویلي دي که روسیې د سرتېرو تلفات همداسې روان وي، ممکن تر ۲۰۲۵ کال پورې دا شمېره ۵۰۰زره ته ورسېږي.
په دغه راپور کې د فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات خپاره شوي.
فورم \ دبحث خونه