افغانستان د ورو توپ اچوونکي محمد نبي په مټ د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) د کرکټ په یو ورځنۍ سیالۍ کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه.
محمد نبي په دغه لوبه کې په لسو اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې او د ایرلنډ پنځه لوبغاړي یې وسوځول. د توپ وهنې په برخه کې محمد نبي ۴۸ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان بل ورو توپ اچوونکي ننګیالي خروټي، چې نن یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ ورځ وه، د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول.
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې، په نننۍ لوبه کې افغانستان د پچې له بایللو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو، مقابل لوري ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې، ایرلنډ یوزاې ۱۱۵ منډې وکړې، ټول لوبغاړي یې په ۳۵ اورونو کې وسوځېدل او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدله.
د افغانستان دپاره کپتان حشمت الله شهیدي تر ټولو زیاتې ۶۹ منډې وکړې. پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز هم پنځوسیزه ووهله.
د ایرلنډ دپاره پال سټرلینګ ۵۰ او کرټیس کېمپر ۴۳ منډې وکړې او پاتې لوبغاړې هر یو یې له لسو په کمو منډو وسوځېدل.
د توپ اچونې په برخه کې د ایرلنډ مارک اډایر د افغانستان درې لوبغاړي او بیري مکارتي دوه لوبغاړي وسوځول.
ددغو درې لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه او دوهمه یې د باران په وجه لغوه شوې وه.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ له دې وروسته د شل اوریزو لوبو درې سیالۍ ترسره کیږي چې لومړۍ لوبه یې د جمعې په ورځ ده.
فورم \ دبحث خونه