د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د افغانستان جنرال قنسولې له خپلې دندې استعفا وکړه


په هند کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردګ
په هند کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردګ

په هند کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردګ د هغه څه له امله چې پر ځان او کورنۍ باندې یې "شخصي بریدونه او بدنامه کول" ګڼلي، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي نن شنبه، مې پر څلورمه (غوايي ۱۵مه) په ایکس ټولنیزې شبکې د خپل استعفا لیک په خپرولو سره لیکلي دي چې سازمان شویو بریدونو په دپلوماتیکو چارو کې د هغې پر کارونو باندې سخت اغېز کړی دی.

ذکیې وردګ ویلي: "که څه هم په ما باندې بریدونه زما له تمې څخه لرې نه وو، خو زما د کورنۍ د غړو لپاره یې عواقب له هغه څه زیات وو چې ما یې تصور کړی و او زه یې دې ته اړه کړم چې د دې کار دوام د هغوی لپاره عادلانه نه دی."

ذکیه وردګ نده څرګنده کړې چې په هغې باندې څه ډول شخصي بریدونه شوي او کومه بدنامي ورته منسوبه شوې ده.

هغې خواشیني څرګنده کړه، چې په هند کې د افغانستان په دپلوماتیک نظام کې د یواځینۍ ښځې په توګه د هغې ملاتړ نه دی شوی او پر ځای یې د هغې حیثیت ته تاوان رسیدلی دی.

ذکیه وردګ په خپل استعفا لیک کې لیکلي: "که څه هم د یوې افغانې ښځې په توګه به خپل هېواد ته خدمت او د بنسټیزو مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو هڅې ته دوام ورکړم، خو په اوسنیو شرایطو کې له دې مقام څخه د ګوښه کېدو خورا سخته پرېکړه اعلانوم."

دغې لوړپوړې افغانې دپلوماتې په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې، چې د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، تېره اونۍ له دوبۍ څخه هند ته د سفر پر مهال هغه د ګمرک او ماليې مقاماتو له خوا پداسې حال کې ودرول شوه، چې د ١٨٠ ميليونه هندي کلدارو په ارزښت يې ٢٥ کيلو ګرامه سره زر له ځان سره لېږدول.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ذکیه وردک د دپلوماټیک مصونیت له امله ونه نیول شوه، خو د هغې سره زر ضبط شوي دي.

د دې هندي رسنۍ د راپور له مخې، د ګمرک او مالیې مقاماتو هغه د هوايي ډګر له ساحې څخه د وتلو دمخه ودروله او د هغې په شخصي لټونه یې ټینګار وکړ.

په راپور کې ویل شوي: "د هغې په سفري بکس کې څه ونه موندل شول، خو د هغې په شخصي لټون کې څه دپاسه دوه درجنه سره زر وموندل شول."

سرچینو ویلي چې هغې ظاهرا سره زر په خپل جاکټ، پښو، کالیو او کمربند کې پټ کړي وو.

دا سره زر ځکه ضبط شول، چې وردګ ونه شو کړای د هغې د سرچینې د مشروعیت د تایید لپاره کوم سند وړاندې کړي.

دا پداسې حال کې دي چې په هند کې د قاچاق ضد ادارې که چیرې یو شکمن کس د لسو میلیون هندي روپیو په ارزښت د قاچاق شويو سرو زرو سره په ګوته کړي، هغه نیسي.

ذکيې وردګ تر اوسه د سرو زرو د نيولو او دا چې په هوايي ډګر کې څه پېښ شوي، معلومات نه دي ورکړي.

د رپوټونو له مخې ذکیه وردګ درې کاله وړاندې هند ته په ممبۍ کې د قونسلې په توګه استول شوې وه او د تېر کال له وروستیو راهیسې په نوي ډهلي کې د سرپرستې سفیرې په توګه دنده ترسره کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG