د لاس رسي وړ اتصالات

د پېسو د نړیوال صندوق پلاوی د نوي پور په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


اټکل دادی چې پاکستان به د پېسو د نړیوال صندوق نه شپږ میلیارد ډالر پور وغواړي
اټکل دادی چې پاکستان به د پېسو د نړیوال صندوق نه شپږ میلیارد ډالر پور وغواړي

د پېسو د نړیوال صندوق (آی اېم اېف) چارواکي وایي چې د مې میاشتې په جریان کې یې یو پلاوی پاکستان ته ځي څو د پور په یوې نوې برنامې خبرې وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د بل مالي کال لپاره د بودیجې د طرحې په جوړولو کار پیلوي.

پاکستان تېره میاشت د دریو میلیاردو ډالرو په ارزښت يو پروګرام بشپړ کړ چې له مخې یې دولت د پور د نه ورکولو ستونزه حل کړه، خو د شهباز شریف حکومت د نوي پور غوښتنه کوي.

د پېسو نړیوال صندوق د رویترز خبري آژانس ته د یو لیک په استولو لیکلي: « ټاکل شوې چې یو پلاوی د مې په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي څو د ۲۰۲۵ کال په مالي بودیجې، تګلارو، او د ممکنه نوي پروګرام تر چوکاټ لاندې په اصلاحاتو چې ښېګنه یې ټولو پاکستانیانو ته ورسېږي، خبرې وکړي.»

د پاکستان مالي کال د جولای نه د جون تر میاشتې پورې دی او د شهباز شریف حکومت باید د ۲۰۲۵ مالي کال بودیجه د جون د ۳۰مې نېټې نه مخکې وړاندي کړي.

د پېسو نړیوال صندوق د خپل پلاوي د سفر کره نېټه څرګنده کړې نده او دا یې هم روښانه کړې نده چې پاکستان ته د نوي پور د ورکولو موده به څومره وي.

لدې وړاندې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب رویترز خبري آژانس سره په یوې مرکې کې ویلي وو چې اسلام آباد تمه لري څو د مې په میاشت کې د نوي پور په شرایطو هوکړه وشي.

اټکل دادی چې پاکستان به د پېسو د نړیوال صندوق نه شپږ میلیارد ډالر پور وغواړي. دغه هېواد د پاېښت او ثبات د وجهې صندوق له لارې د اضافي پېسو د

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG