د خبریالانو د حفاظت د کمېټې او پن انترنشنل په ګډون د ژورنالستانو ۱۵ ټولنو یو ایتلاف، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د افغان خبریالانو اېستل دې سمدستې ودروي.
دغه ایتلاف وایي، هغه خبریالان، چې له طالبانو څخه تښتېدلي، له «لویو خطرونو» سره مخامخ دي.
په دې ایتلاف کې شاملو ټولنود چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا اتمه) په یوې ګډې اعلامیې کې له پاکستان څخه یوځل بیا غوښتي دي چې"د ناقانونه بهرنيانو د اخرج پروګرام" ودروي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې دا پروګرام پیل کړ چې پراساس یې تراوسه پورې په لسګونه زره افغانان په جبري توګه ستانه شوي دي. په دې اعلامیې کې راغلي چې یواځې په اپرېل میاشت کې څه د پاسه ۳۰زره افغانان له پاکستان څخه شړل شوي وو.
د کړکېچ نړیوالې ډلې هم تېره اونۍ د یوې اعلامیې په ځپرولو سره له اروپایي ټولنې څخه وغوښتل چې پاکستان وهڅوي افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ونه شړي.
د خبریالانو ملاتړی ایتلاف واي چې، په افغانستان کې هغه کسان په نښه کېږي چې په سوله ایزه ډول خپل نظر وړاندې کوي، لکه خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او د بشر د حقوق مدافعان” د خپل سري نیونې، شکنجې او زنداني کېدو له لوی خطر سره مخامخ دي.
د دې ایتلاف په اعلامیې کې راغلي دي: "هغه نجونې او ښځې چې افغانستان ته شړل شوي دي، د لوړو کچو ځپلو سره مخامخ دي چې د ژوند پر تولې برخې یې اغېزه کوي، هغه څه چې د ملګرو ملتونو مختصصین یې جنسیتي اپارتاید بولي."
دا ایتلاف له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتي دي چې د هغو کسانو لپاره د قانوني لارو چارو پیدا کولو لپاره چټک لاس په کار شي چې د خطر سره مخامخ دي، او د بیان د ازادۍ د لاغښتلي ساتنې غوښتنه یې کړې ده
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، د دې ایتلاف اندېښنې ته په اشاره، امریکاغږ ته وویل: "موږ د هغو راپورونو په اړه چې د پاکستان حکومت افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کوي، پوهیږو."
ویاند زیانه کړه چې "ټول هېوادونه باید وشي کړای خپل سرحدونه او د مهاجرت لړۍ داسې مدیریت کړي چې د خپلو خلکو مصوونیت، امنیت او سوکالي تضمین کړي."
په همدې حال کې د طالبانو یوې محکمې په غزنې کې د خوشحال په نامه د یوې سیمه ایزې راډیو مسئول سلیمان راحل به یوې غیرې علني غونډې کې د تبلیغاتو په تور په دریو میاشتو بند محکوم کړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز چهارشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اوومه) په یوې اعلامیې کې د یوې سرچینې له قوله ویلي دي چې راحل په یوه "غیرعلني جلسه" کې د طالبانو د حکومت پرضد د "تبلیغاتو" په تور په درې میاشتې بند محکوم شو.
دې مرکز د محکمې حکم "غیرمنصفانه" بللی و خبرداری یې ورکړی چې دا حکم د بیان د ازادۍ د ځپلو لپاره د طالبانو د هڅو شدت په ډاګه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې بلې سرچینې له قوله ویلي دي: "د استخباراتو ادارې د ثور په ۱۵ راحل یې د ځنیو فیسبوکي پستونو په وجه چې په ټولنه کې د ستونزو، ننګونو او د خلکو د اقتصادي بیوزلیو په اړه لیکل شوي وو، ونیولو. "
دې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي "د غزني د استخباراتو مسوولین، د خلکو ستونزې او د ټولنیزو مسایلو انعکاس ورکول د طالبانو د حکومت پرضد د عمومي افکارو هڅول او تبلیغات ګڼي. "
د دې مرکز په قول، د غزني د استخباراتو په ګدون، طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه خپل نظر څرګند کړی ندی. د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلومات پراساس، تر دې مخکې "د تېرکال د تلې په میاشت کې، د خوشحال راډیو پخوانی مسوول مدیر، حکمت ارین د غزني د ابتدایې محکمې له لورې د طالبانو د جنګي عملیاتو د یوې موضوع په تړاو، په یوه میاشت بند محکوم شو. "
د دې د معلوماتو په اساس، له راحل سربېره لږترلږه ۱۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند او زندانونو کې دي.
فورم \ دبحث خونه