د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا :د اټومي انرژۍ ادارې سره د ایران پریکون 'د منلو وړ نه دی'


د اتومي انرژۍ له ادارې سره د ایران د همکارۍ ځنډېدل
د اتومي انرژۍ له ادارې سره د ایران د همکارۍ ځنډېدل

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې دا "د منلو وړ نه ده" چې ایران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې یا IAEA سره خپله همکاري وځنډوله.

د باندنیو چارو وزارت پر تهران تور ولګاوه چې د امریکا او اسراییلو د هوایي بریدونو دپاره، چې تیره میاشت یې د ایران اټومي بټۍ ویجاړې کړې، اوس پلمې جوړوي.

د چهارشنبې د ورځې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې، د باندنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې د ایران پریکړه په داسې وخت کې د منلو وړ نه ده چې تهران اوس هم دا چانس لري چې خپله لاره بدله کړي او د سولې او سوکالۍ لاره غوره کړي."

هغې وویل چې، ایران "باید پرته له ځنډه پوره همکاري وکړي."

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې ولسمشر مسعود پیژشکیان د چهارشنبې په ورځ حکومتي ادارو ته امر وکړ چې تیره اونۍ د پارلمان لخوا هغه تصویب شوی قانون پلي کړي چې پر بنسټ یې ایران د IAEA سره همکاري وځنډوي.پدې پکې د ایران د اټومي ځایونو څخه د ملګرو ملتونو تفتیش شامل دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د ایران دا تور رد کړی چې د ایران د اټومي بټیو څارنه چې د وسلو جوړولو دپاره استعمالیدای شۍ د اسراییلو او متحده ایالاتو د بریدونو لپاره توجیه برابروي.

بروس یادونه وکړه چې ایران په لوړه کچه د غني شوي یورانیمو مخ په زیاتیدونکي زیرمه راټولوي. هغې زیاته کړه، د جون په ۲۲مه د متحده ایالاتو د بریدونو دمخه، دغو بټیو، د باور وړ او سوله ایز هدف نه درلود.

بروس وویل، "ایران باید د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون یا ان پي تي پر اساس د خپلو محافظتي تړونونو سره په بشپړه توګه مطابقت ولري چې په هغو کې( آی اې اي اې ) ته د هغو معلوماتو چمتو کول هم شامل دي چې په ایران کې د نا اعلان شوي اټومي موادو په اړه د هغو پوښتنو، وضاحت وړاندې کړي چې له اوږدې مودې بی ځوابه پاتې دي او وضاحت ته اړتیا لري. همدارنګه د یورانیمو د غني کیدو دپاره د دوی نویو اعلان شویو تاسیساتو ته، پرته له کوم محدودیت څخه د لاسرسي لارې چارې برابرې شي."

په هغو رپوټونو کې چې د لویدیځو رسنیو لخوا د چهارشنبې په ورځ خپاره شول، IAEA وویل چې دوی د هغو راپورونو څخه خبر دي چې ایران همکاري ځنډوي. د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې د ایران څخه د نورو رسمي معلوماتو په تمه دی."

بروس وویل چې واشنګټن د ایران د پریکړې په اړه "د IAEA څخه نورو تفصيلي راپورونو ته انتظار باسي.

بل پلو د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون هم د ایران د اتومي بټیو پر څرنګوالي خپله ارزونه وړاندې کړه.

دا وزارت وايي چې د جون په ۲۲مه د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د امریکا بریدونو اتمي وسلو ته د ایران د لاسرسي پروګرام تر دوه و کلونو پورې په شا تمبولی او کمزوری کړی دی. دا تر اوسه پورې د تهران د وسلوجوړولو د وړتیا د ځنډ په اړه د امریکا ترټولو دقیقه عامه ارزونه ګڼل کیږي.

د چهارشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې، د پنټاګون ویاند شان پارنیل وویل چې دفاع وزارت د استخباراتي شنونکو ارزونه دا وه چې د فوردو، نطنز او اصفهان د یورانیمو غني کولو پرځایونو باندې د امریکا برید د ایران د اټومي پروګرام یو یا دوه کالو پورې کمزوری کړی دی.

هغه وویل، "موږ فکر کوو چې دا ځڼد به ښایي نږدې دوه کاله وي."

ولسمشر ډانالد ټرمپ د جون د ۲۲مې د بریدونو امر د ایران د اټومي او پوځي سیمو او پرسونل په وړاندې د خپل متحد هیواد، د اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې سره د ملاتړ په هدف ورکړ.

د جګړې په جریان کې د امریکا او اسراییلو بریدونو د ایران هغه اټومي ځایونه چې د دواړو متحدینو په وینا یې تهران ته په څو اونیو کې د اټومي بم د تولید وړتیا ورکوله، ویجاړ کړل.

پارنیل وویل چې د امریکا متحدینو د جون د ۲۲مې د عملیاتو لپاره د ټرمپ ادارې ته مبارکي ورکړه او دا یې ومنله چې "په ایران کې د امریکا اقدام د نړیوال ثبات لپاره ځانګړي شرایط وضع کړل."

پارنیل وویل چې د امریکا دفاع وزارت به ددې هیواد د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي ترڅو د متحده ایالاتو لخوا هغه اعلان شوی اوربند دوام ومومي چې د جون په څلور ویشتمه یې د اسراییل او ایران جګړه پای ته ورسوله.

هغه وویل، "د دفاع وزارت به دا کار د دې دپاره وکړي چې ډاډ تر لاسه شي چې مونږ په ټول منځني ختیځ کې خپله وړتیا وساتو. ترڅو ولسمشر او د دفاع وزیر د خپلو اتباعو، زموږ سرتیرو او په سیمه کې زموږ د ځواکونو د دفاع لپاره بیلابیلې پوځي لارې چارې ولري."

واشنګټن او بیت المقدس له اوږدې مودې راهیسې ژمنه کړې چې د اسلام پآلو د واکمنۍ لاندې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه به نیسي چې دوی او نړۍ ته ګواښ پېښوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG