په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استاځي د بست دپاره ټاکل شوي نوماند مایک والتز ژمنه کړې چې دغه نړیوال سازمان به بیرته خپل اساسي مارمویت ته چې د سولې د ټینګښت ماموریت دی راستون کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پخواني د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز ژمنه کړې ده چې که د امریکا د سنا له خوا ورته د اعتماد رایه ورکړل شي او دی په ملګرو ملتونو کې د امریکا راتلونکی دایمي استاځی شي، نو د ملګرو ملتونو سازمان به بیرته خپل اساسي ماموریتونه ته ورستون کړي چې په نړۍ کې د شخړو حل او د سوله ټینګښت دی.
ښاغلي والتز دغه څرګندونې پرون د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیوو اړیکو د جرګه ګۍ غړو ته خپل د نوماندې د استماعیه غونډې پرمهال وکړې . د هغه وخت راهیسې چې ولسمشر ټرمپ د دویم ځال دپاره د امریکا ولسمشر شو،د ملګرو ملتونو د دایمي استاځي بست یواځنی د کابینې بست دی چې تراوسه رسما ډک شوی نه دی.
ښاغلی والتز د امریکا د کانګرس د استاځو د جرګې پخوانی غړی دی او د تیرکال د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې یې خپله څوکۍ بیا وګټله خو د کاري دورې د پیل مخکي یې د کانګرس څخه استعفا ورکړه ترڅو وشي کړای د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړي.
هغه د مارچ په میاشت کې د ملي امنیت د سلاکار د دندې څخه هغه مهال لیري شو چې ولسمشر ټرمپ هغه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استاځي د بست د پاره نوماند کړ.
د هغه وخت راهیسې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو دوې دندې پر مخ وړي، هم د باندنیو چارو وزیر دی او د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار دی.
دسنا په استماعیه غونډه کې ښاغلي والتز په خپلو ابتدايي څرګندونو کې وویل چې د هغه په
باور د ملګرو ملتونو سازمان د هغه وخت راهیسې چې ۸۰ کاله مخکي تاسیس شو، د خپل اساسي او بنسټیز ماموریت څخه لیري تللی دی.
هغه د سنا غونډې ته خپل لومړیتوبونه وړاندې کړل چې نوموړی به یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د نوي دایمي استاځي په صفت تعقیب او پلي کړي.
ښاغلي والتز وویل چې هغه به دا تضمین کړي چې امریکا د ملګرو ملتونو په بیلابیلو سازمانونه کې په بیلابیلو برخو او صنعتونو کې د نړیوالو نورمونو په ټاکلو خپل ،،قوي غږ،، ولري او دا چې د ملګرو ملتونود امنیت د شورا څخه به وغواړي چې د سولې د ټینګښت د ماموریتونو موده او لګښټ راکم کړي چې د هغه په وینا ددغو ماموریتونو ۲۵ سلنه بودیجه د امریکا له خوا ورکول کېږي.
ښاغلي والتز دا هم وویل چې هغه به په ملګرو ملتونو کې د چین نفوذ هم وګواښي چې غواړي د کمونست حاکمانو ګټو ته د ملګرو ملتونو د ګټو په قیمت وده ورکړي.
همدا راز والتز ژمنه چې هغه به په ملګرو ملتونو کې د یهودانو ضد احساسات هم وګواښي چې د هغه په وینا ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۳ کاله پوري د اسرایلو د دولت پر ضد ۱۵۴ پریکړه لیکونه تصویب کړي دي په داسې حال کې چې د نورو ټولو هیوادونو پر ضد یې یواځي ۷۱ پریکړه لیکونه تصویب کړي دي.
ښاغلي والتز وویل چې د ملګرو ملتونو د اصلي تمویل کونکي په صفت امریکا د ۱۸۳ هیوادونو په پرتله په یواځي سر دغه سازمان ته ډیره بودیجه ورکوي.
هغه داسې وویل چې ،، ملګري ملتونه د وخت په تیریدو سره د ۸۰ څخه په زیاتو سازمانونو بدل شوی دی چې د زیات شمیر ماموریتونه یې سره ورته دي او دا د منابعو ضایع کول دي. که چیري زه دغه ماموریت ته د تاید رایه ترلاسه کړم، زه به د شفافیت دپاره کار وکړم لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د یون ان ۸۰ په نامه د اصلاح په پلان کې راغلي او ویل شوي چې د ملګرو ملتونو کارمندان به ۲۰ سلنه راکم شي. د یادولو وړ ده چې ددغو کمولو برسیره، امریکا بیا هم په ملګرو ملتونو کې په نړۍ کې تر ټولو زیات سخي هیواد دی.،،
په عین حال کې جمهوري غوښتونکي سناتور جیم ریش چې د سنا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر دی د استماعیه غونډې پرمهال یې وویل چې هغه د ښاغلي والتز د ارزونو سره موافق دی چې ملګري ملتونه عاجلو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
په عین حال کې د بهرنیوو اړیکو د جرګه ګۍ د اقلیت ګوند مشرې سناتور جین شهین د امریکا له خوا پشنهاد شوي د بودیجې کموالي ته په اشاره وویل چې دا کار به د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو بودیجه په بشپړ ډول له مینځه یوسي او ددې احتمال به زیات کړي چې امریکايي ځواکونه به یې پرځای د جګړو سیمو ته لېږل کږي او دغه راز به چین د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی بډایه ورکونکی او سوله ساتونکی هیواد کړي.
هغې داسې وویل ،،ښاغلی والتز زه ستاسو څخه غواړم چې دغه تهدید ته په جدي سترګه وګوری. که چیري مونږ د ملګرو ملتونو په شان نړیوالو سازمانونه څخه پرشا شو نتیجه به یې هغه اصلاحات نه وي چې د امریکا ګټې خوندي کړي. نتیجه به یې دا وي چې نړیوال سازمانونه به پر چین مخ په زیاتیدو اتکا کوي.،،
د ښاغلي والتز د څرګندونو په ځواب کې چې په ملګرو ملتونو کې به د چین نفوذ وګواښي، د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د چارشنبې په ورځ په بیجینګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې چین د امریکا څخه غواړي چې چین او دغه راز د چین او امریکا اړیکو په معقول او بې طرفه ډول وګوري.
فورم \ دبحث خونه