د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اذربایجیان او ارمنستان ترمنځ د سولې هڅه کوي


د اذربایجان ولسمشر، الهام علیوف، د ولسمشر دونالډ ټرمپ په کوربتوب نن پنجشنبه واشنګټن ته را ورسېد چې له خپل ارمنستاني سیال سره پر سولې خبرې وکړي.

د علیوف دفتر دا یو "کاري سفر" بللی دی او ویلي دي چې د اندروس په هوایې اډه کې د امریکایي چارواکو لخوا له علیوف هرکلی وشو، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د ارمنستان د لومړي وزير، نیکول پشینیان، دفتر هم د اګست په اومه او اتمه، متحده ایالتونو ته یو رسمي سفر تایید کړی چې له ولسمشر ټرمپ سره دوه اړخیزې خبرې هم په کې شاملې دي.

لوړ پوړو امریکایي چارواکو تاید کړې ده چې ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ په سپینه ماڼې کې د دواړو مشرانو کوربه وي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي دي هیله مند دی چې "ډېر ژر" د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې یو تړون وشي.

اذربایجان او ارمنستان د لسیزو اوږدې شخړې په جریان کې د ناګورنا قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر جګړه کړې ده. دا سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل شوې ده خو په لویه کچه پکې قومي ارمنیان میشت دي.

په ۲۰۲۳ کال کې اذربایجان وروسته له هغه په سیمه کې پوځي برید وکړ چې د ارتساخ ایالت ځان جلا اعلان کړ.

باکو وویل چې هدف یې د ارټساخ بې وسلې کول او بې قید او شرطه تسلیمیدل وو، او همدارنګه له سیمې څخه د قومي ارمني سرتیرو وتل وو. برید د یو بحران لامل شو چې لسګونه زره ارمنیان یې تېښتې ته اړ کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG