په داسې حال کې چې متحدو ایالتونو په کارابین سیمه کې د مخدره توکو د قاچاق کوونکو په وړاندې عملیات ګړندي کړي دي، د دې هېواد د جنګ وزیر، پیټ هېګسېت، د دوشنبې په ورځ پورتو ریکو ته نږدې په یوې جنګي بېړۍ کې امریکایي سمندري ځواکونو ته وویل چې دوی "د امریکا له خاوري څخه د دفاع په لومړیو کرښو" کې دي.
هېګسېت د "یو اېس اېس ایوو جیما" په جنګي بېړۍ کې امریکايي ځواکونو ته یې وویل: "هغه څه چې تاسې یې اوس ترسره کوئ، روزنه نده. دا د متحدو ایالتونو د حیاتي ملي ګټو په استازیتوب، د حقیقي-نړې تمرین دی چې د امریکا د خلکو مسمومیت پای ته ورسوي."
پیټ هېګسېت او د متحدو ایالتونو عمومي لوی درستیز، ډان کېن، له پورتو ریکو څخه لیدنه وکړه او د متحدو ایالتونو د دې قلمرو له والي، جنیفر ګونزالز سره یې هم وکتل.
ګونزالز د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د ولسمشر ټرمپ له حکومت څخه "د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لپاره د پورتو ریکو د ستراتیژیک ارزښت" د درکولو او په لاتینې امریکا کې د "مخدره توکو د قاچاق کوونکو ډلو - چې د مخدره توکو د دېکتاتور نیکولاس مدورو لخوا دوام لري - په وړاندې مبارزې" څخه مننه کړې ده.
تېره اونۍ امریکایي ځواکونو د کارابین سیمې په نړیوالو اوبو کې یوه کښتۍ چې ګمان کېدو غیرقانوني مخدره توکي یې انتقالول، په نښه کړه. دا کښتۍ له وینزویلا څخه خوځېدلې وه او په پېښه کې د "ترن دې ارګوا" په نوم د وینزویلایي باڼد ۱۱ کسان ووژل شول.
فورم \ دبحث خونه