د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اونۍ د سویس داووس ښار ته سفر کوي چې د نړیوال اقتصادي مجمعې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو د اقتصاد د ښه والي او د دې هیواد د ځینو سوداګریزو شریکانو په وړاندې د متقابلو تعرفو د اغیزو ستاینه کوي.
د نړیوال اقتصادي فورم (WEF) چې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۰مه پرانیستل کیږي، تنظیم کونکو، تایید کړه چې ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ دغه فورم کې وینا وکړي او تمه کیږي چې هغه به د نړۍ له سیاسي مشرانو او همدارنګه د نړیوالو مالي ادارو د سوداګریزو او مالي مشرانو سره وګوري.
سپینې ماڼۍ د ټرمپ وینا په اړه جزئیات ندي ورکړي. تیره اونۍ، هغه د میشیګن ایالت په ډیټرایټ ښار کې یوه اقتصادي وینا وکړه، او اعلان یې وکړ چې "د ټرمپ د [دورې] اقتصادۍ وده په رسمي ډول پیل شوې ده" او د متحدو ایالتونو په اقتصاد باندې د خپلو تعرفو د اغیزې ستاینه وکړه.
ولسمشر د جنوري په ۱۳مه وویل: "د ټرمپ تعرفو موږ ته په ټریلیونونو ډالر نوې پانګونه راوړې ده." "دوی د متحدو ایالتونو خزانې ته سلګونه میلیارد ډالر راټول کړي، د انفلاسیون په کنټرول کې یې مرسته کړې، او د فدرالي کسر په حیرانوونکي ډول ۲۷ سلنه په کمولو کې یې مرسته کړې ده."
نړیوال اقتصادي فورم په خپله ویب پاڼه کې لیکلي دي چې دوی تمه لري چې د نږدې ۶۵ دولتونو او حکومتونو د مشرانو په شمول به ۴۰۰ لوړ پوړي سیاسي مشران، - چې پکې د اووه صنعتي هیوادونو شپږ مشران، د چین یو پلاوی چې مشري یې مرستیال صدراعظم هی لیفینګ کوي، او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریس - به د داووس-په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه سازمان دا هم ویلي چې د نړۍ نږدې ۸۵۰ اجرایوي رییسان او لوړ پوړي اجرایوي رییسان او نږدې ۱۰۰ د ټیکنالوژۍ مخکښان به د کلنۍ غونډې په تاریخ کې د یوې ترټولو لوړې کچې غونډې لپاره په داووس کې راټول شي.
د نړیوال اقتصادي فورم دا اعلان هم وکړ چې دغه سازمان د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته خپله بلنه د ایران د وروستیو هغو لاریونونو په وړاندې د مرګوني ځپلو له امله لغوه کوي چې غواړي مذهبي استبدادي واکمنۍ پای ته ورسوي.
د نړیوال اقتصادي فورم د جنوري په ۱۹مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې اعلان وکړ "د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په ډاووس کې ګډون ونکړي،"
په دغه اعلان کې راغلي "که څه هم هغه تیر مني کې بلل شوی و، په تیرو څو اونیو کې په ایران کې د ژوند او ملکي وګړو غمجن زیان پدې معنی دی چې دا د ایران حکومت لپاره سمه نه ده چې سږکال په داووس کې استازی ولري."
نړیوال اقتصادي فورم یو نړیوال سازمان دی چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي مشران سره راټولوي ترڅو د اقتصاد، ټیکنالوژۍ او جیوپولیتیک مسلو په ګډون د نړیوالو چارو په اړه بحث وکړي.
فورم \ دبحث خونه