د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې د ایران د بالستیک توغندیو له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه وویل "موږ د خپل پوځي هدف د بشپړولو په لور لوی پرمختګونه کړي دي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې د هرمز تنګي او د تیلو د قیمتونو په اړه خبرې وکړې.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د شنبې په ورځ (مارچ اوومه) د متحدو ایالتونو د دلاویر د دوفر په هوايي اډې کې د هغو امریکایي سرتېرو د جسدونو د «ویاړلي انتقال» په مراسمو کې برخه واخیسته چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې کې وژل شوي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې د امریکا اوایران ترمنځ جګړې کې د یکشنبې په ورځ (مارچ لومړۍ) د کویټ د شعیبه په بندر کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، د جګړې وزیر پټ هګسیت او ځینو نور امریکایي مقاماتو هم په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.