په متحدو عربو اماراتو کې د ښځو د کرکټ په روان شل اوریز جام کې نن یکشنبه اکتوبر شپږمه (تله۱۵) هند پاکستان ت ماتې ورکړه.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د امنیتي ګواښونو له کبله په پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) بندیز ولګوه.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمدرضا رادان ویلي چې په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې غیرقانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرله پس ډول د سوداګرۍ د کچې د ټیټیدو وروسته د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو یو ځل بیا دایراني چارواکو سره د چابهار بندر له لارې د افغان سوداګرو له خوا دد کار اخیستلو په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو په سر خبرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیرش، د شنبې په ورځ، اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) په یوې وینا کې چې پر اسرائیل د حماس د برید د لومړۍ کلیزې په درشل کې خپره شوه، د حماس کړنې وغندلې او په غزه او لبنان کې یې د "تاوتریخوالي او وینې تویولو" د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) یو بل کس د ډېنګي تبې له امله ساه ورکړې چې له دې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې له ډېنګي تبې د مړو شويو کسانو شمېر دریوتنو ته رسېدلی دی.
د حزبالله یوې لوړپوړې سرچینې د شنبې په ورځ، د اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د لبنان په جنوب کې د دې ډلې پر مرکزونو د اسرائیل د هوايي بریدونو وروسته له هاشم صفیالدین، چې د حزب الله د وژل شوي مشر، سید حسن نصرالله احتمالي ځایناستی ګڼل کېږي، اړیکه پرې شوې ده.
د روسيې خبري آژانسونو د شنبې په ورځ، اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) خبر ورکړ چې روسي څارنوالانو په اوکراين کې د روسیې پر وړاندې د جګړې په تور د يو امريکايي وګړي د محاکمې په ترڅ کې د هغه لپاره د اوو کلونو بند غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ وايي چې د شنبې په ورځ سپتمبر پنځم (وږي ۱۴) وسلهوالو په شمالي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځ د موټرو پر کاروان برید کړی او د یو افسر په ګډون یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د حکومت له خوا له مسکو څخه د روسیې د فدراسیون د کازان په ښار کې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه رده کړې او ویلي دي چې دې غونډې ته د طالبانو بلنه ددغې ټولنې د ټولو غړو د پریکړې پورې اړه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د " د قحطۍ د مخنیوي لپاره د لوږې اټکل" ترنامه لاندې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلي جوي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې دا ډول وړاندوینه د ملګرو ملتونو دغه پروګرام سره اړمنو افغانانو ته مخکې له دې چې لوږه هغوی وځپي د خوراکي توکو د برابرولو سره مرسته کوي.
نور پورته کول