د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایران باندې د امریکا بریدونو ته په اشارې وویل: «د متحدو ایالتونو د ځواکونو قوي ګوزارونه لا نه دي شوي.»
روبیو وویل: «خوښېږي مو چې په ایران کې د رژیم د بدلون شاهدان واوسو... خو د دغه ماموریت هدفونه دا دي چې هغوی (ایران) داسې وسلې ونه لري چې موږ او په سیمه کې دې زموږ متحدین وګواښي.»
نوموړي هیله وښوده چې د ایران خلک وکولای شي رژیم نسکور کړي او د خپل هېواد لپاره نوې اینده وټاکي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په سهار په ایران باندې بریدونو ته په اشارې په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل: «د هغوی [ایران] هوايي دفاع، هوايي ځواک، سمندري ځواک او مشرتابه له منځه ولاړل. هغوی د خبرو غوښتنه کوي. ما وویل اوس ډېر ناوخت دی.»
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د ایران د غږ او څېرې سازمان یي په نښه کړی دی. د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ د خپل ایکس په فارسي رسمي حساب کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تهران په اوین کې میشت ټول کسان په ځانګړې توګه د غږ او څېرې په محوطې کې میشت کسان باید له دې سیمې څخه په عاجله توګه ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته وایي چې د ایران پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې منځني ختیځ هېوادونو څخه ووځي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ۱۴ هیوادونو کی امریکایانو ته سپارښتنه کوي چې د “جدي امنیتي خطرونو” له امله دې له دې هیوادونو څخه ووځي. دا پداسې حال کی ده چې د ایران د رژیم پر ضد د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات څلورمې ورځې ته داخل شوي دي.
د ایکس د ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیالې وزیرې مورا نامدار وویل چې دغه وزارت او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو امریکایانو ته وایي چې له بحرین، کوېټ، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، عمان، عراق، اردن، سوریې، ایران، یمن او اسرائیل څخه، او همدارنګه په لوېدیځې غاړې د فلسطیني سیمو او غزې څخه “همدا اوس ووځي”.