په ایران کې د نوي رهبر د اعلانېدو سره هممهاله، د متحدو ایالتونو او اسرائیل پوځیانو د دوشنبې په ورځ [مارچ نهمه] د ایران په پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
د اسرائیل پوخ د دوشنبې په ورځ ویلي چې په تهران، اصفهان او د ایران په سویلي حوزه کې یي یو شمېر اهداف په نښه کړي دي.
د ایران د خبره ګانو شورا د علي خامنه یي ځایناستی ټاکلی دی. اوه پنخوس کلن مجتبی خامنه یي د متحدو ایالتونو او اسرائیل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته، رهبري په غاړه اخلي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ واردمخه ددغې ټاکنې سره مخالفت کړی. ولسمشر ټرمپ د اکسیوس خبري شبکې ته ویلي چې د خامنه یي زوی ورته د منلو ندی او دی باید د ایران د نوي رهبر په ټاکلو کې ښکېل وي.
د ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د مجتبي خامنه يي د ټاکل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې "وګورو چې څه پېښېږي."
د امریکا پوځ د ایران په بریدونو کې د خپل اووم پوخي د وژل کېدلو د خبر په خپرولو سره ویلي چې دغه سرتیری د مارچ په لومړۍ نېټه په سعودي عربستان کې تر ټپي کېدو وروسته، ساه ورکړه.
د ایران پوځیانو د دوشبنې په ورځ هم د سیمو په هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. پدې کې د ډرون بریدونه هم شامل دي چې د سعودي عربستان په وینا دوي یې د الشیبه د ټېلو په کارخانې کې د ډرونونو بریدونه شنډ کړي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت د ایران لخوا د ملکي ساحو په نښه کول غندلي دي. بحرین، اردن، کوېټ او قطر هم د سعودي په خاوره باندې بریدونه غندلي دي.
متحده عربي اماراتو ویلي چې پوخ یې ۱۲ بالستیک توغندي او ۱۷ ډرونونه خنثي کړي دي. قطر بیا د یوه راکټي برید د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د ناټو د دافع هوا سیسټمونو د دویم ځل لپاره د یوه بالستیک توغندي مخه نیولې چې د ایران نه تر توغول کېدو وروسته د ترکیې فضا ته دننه شوی و.
فورم \ دبحث خونه