په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه د اسراییل سره په ګډو عملیاتو کې د ایران د رژیم پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي، د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز اعلان کړی چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني او د بسیج ځواکونو مشر جنرال غلامرضا سلیماني د شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
ویل شوي چې لاریجاني هغه وخت د رژیم د “تش په نامه” مشر په توګه خپل رول پیاوړی کړ چې د اسرائیل هوايي برید د فبرورۍ په ۲۸مه د عملیاتو په پیل کې د ایران رژیم ستر مشر علي خامنهيي له منځه یووړ. لاریجاني د خامنهيي یو مهم سلاکار و.
د اسرائیل دفاعي ځواکونه وایي دوي د رژیم د بسیج ملیشه ځواک قوماندان غلام رضا سلیماني هم د تهران په زړه کې د تېرې ورځې په یو هدفمند برید کې له منځه وړی دی. اسراییل وایي چې د هغه ځواکونو د جنورۍ میاشتې د سراسري اعتراضونو په ځپلو کې مهم رول لوبولی و.
بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو لومړی وزیر" د لاریجاني او سلیماني د له منځه وړلو سره، اسرائیل “دا رژیم کمزوری کوي، په دې هیله چې د ایران خلکو ته د هغه د لیرې کولو فرصت ورکړي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ایران د رژیم په اړه خبرې وکړې. ټرمپ همداراز د ناټو د متحدینو پر دریځ غبرګون وښود، چې د هرمز تنګي د امنیت لپاره د امریکا له هڅو سره د همکارۍ په اړه زړه نا زړه ښکاري. دغه تنګی د ایران د ګواښونو او پر بېړیو د بریدونو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې ناټو "لویه تېروتنه" کوي. هغه په یوه ټولنیز پیغام کې هم زیاته کړې چې د وروستیو پوځي بریاوو له امله، امریکا نور د ناټو د هېوادونو مرستې ته اړتیا نه لري.