نړیوال مالي بازارونه د سې شنبې په ورځ ښکته روان دي او د نفتو نړیوالې بیې لوړې شوې دي، ځکه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د اوربند لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل مخ په نږدې کېدو دی.
د امریکا د معیاري خامو نفتو، ویسټ ټکساس انټرمیډیټ، بیه له دوو سلنې څخه ډېره لوړه شوې او له ۱۱۵ ډالرو فی بیرل پورته رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا بریدونه پر ایراني پوځي هدفونو دوام لري. همدارنګه، د نړیوال معیاري خام نفت بیه هم یوه سلنه لوړه شوې او له ۱۱۱ ډالرو څخه اوښتې ده.
په همدې حال کې، د ډاو جونز صنعتي شاخص ۰.۳ سلنه یا ۱۵۴ پواینټه راټیټ شوی، د S&P فیوچرز ۰.۴ سلنه کم شوي، او د Nasdaq ۱۰۰ فیوچرز ۰.۶ سلنه ښکته شوي دي.
دا جګړه اوس شپږمې اوونۍ ته داخل شوې، او پانګوالو تر ډېره ثبات ساتلی، سره له دې چې په جګړه کې مهم بدلونونه راغلي دي. خو اوس د ولسمشر ټرمپ ضرب الاجل رانږدې کېږي، چې د سې شنبې په ماښام ۸ بجې (ختیځ وخت) ایران ته ورکړل شوی، څو د هرمز تنګی پرانیزي، که نه نو د برېښناکوټونو او بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې به له سختو بریدونو سره مخ شي.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ټروت سوشل کې لیکلي: «یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي او بیا به هېڅکله بېرته را ژوندی نه شي. زه نه غواړم دا پېښه وشي، خو ښايي همداسې وشي. خو اوس رژیم په بشپړ او کلي ډول بدل شوی، چې هوښیار او لږ افراطي فکرونه په کې بریالي وي. کېدای شي یو انقلابي او مثبت بدلون رامنځته شي.»
هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد یوه مهمه تنګه لاره ده، چې د نړۍ د مایعو سون توکو شاوخوا ۲۰ سلنه مصرف له همدې لارې تېرېږي. نږدې ۸۴ سلنه خام نفت او ۸۳ سلنه مایع طبیعي ګاز له دې لارې د اسیا بازارونو ته لېږدول کېږي.
فورم \ دبحث خونه