د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون له افغانستان څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه د مرکو بهیر بشپړ کړی

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت نن جمعه (اپریل۱۷) اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په اړه د ارزونې لپاره د مهمو مرکو برخه بشپړه کړې ده.

له افغانستان څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو د تحقیقاتو د کمېټې مشر شان پارنل، چې په خپله یې هم په افغانستان کې دنده ترسره کړې، په خپل ایکس کې د مرکو د بهیر د ختمېدو اعلامیه خپره کړې ده.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت (پنټاګون) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو مرکو کې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د پوځ د یو شمېر پخوانیو لوړ پوړیو مقاماتو ترڅنګ، له ملکي مقاماتو څخه هم پوښتنې شوي دي.

په دغه لړ کې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د ځواکونو او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت له پخواني مشر استن میلر او همدغه راز د متحدو ایالتونو له پخواني عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي او نورو لوړ پوړیو پوځي او ملکي چارواکو سره، چې په افغانستان کې یې دندې کړي، مرکې شوې.

پنټاګون وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو د اروزنې کمېټې همدغه راز د بېلا بېلو ادارو او دفاع د مخکني وزارت څه باندې نهه میلیون اسناد هم ارزولي دي.

د پنټاګون اعلامیه وايي چې د مخکني حکومت د دفاع وزیر لوید استن ترمشرۍ لاندې د ارزونې ټاکل شوې کمېټې په دې اړه یوازې درې زره اسناد ارزولي وو، چې کم دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته یو ځانمرګی وشو، په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او څه باندې ۱۷۰ افغانان ووژل.

ولسمشر ټرمپ په وار وار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په دا ډول وتلو کلک انتقادونه کړي او دا یې شرموونکی بللی و، خو د مخکني حکومت مقاماتو له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ننګه کړې.

ولسمشر ټرمپ تېرکال د جګړې وزیر پټ هګسیټ دنده وسپارله چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

د جګړې وزیر پټ هګسیت تېرکال د مۍ په میاشت کې د امریکا فاکس نیوز ته وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مسئله «جدي» ګڼي.

هګسیت ویلي وو چې تحقیقات کوي چې اصلي خبره پیدا کړي، ښاغلي هګسیت ویلي وو هغوی چې د دا ډول خروج مسئولین دي، دقیقا حساب او کتاب به ورسره وشي.

له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د ځواکونو د بې نظمه وتلو د ارزونې کمېټه وايي چې د دغو تحقیقاتو هدف دا دی چې تېروتنې په ګوته شي او په اینده کې بیا تکرار نه شي. دا کمېټه به خپله ارزونه بشپړوي او بیا به یې د جګړې وزیر پټ هګسیت ته سپاري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG