د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي سرتیری د محرمو معلوماتو په ناوړه کارولو تورن شوی

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت پنجشنبې (د اپریل ۲۴مه) وویل، ددغه هېواد د ځانګړیو ځواکونو یو سرتیری چې د جنوري په میاشت کې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په پوخي عملیاتو کې شامل وو، په دې تورن شوی چې د پولي مارکیټ په نوم د وړاندوینې کولو او شرط وهلو په یو پلټفارم کې یې د ۴۰۰ زرو ډالرو ګټلو لپاره محرم دولتي معلومات کارولي دي.

د نیویارک ښار د منهاټن فدرالي محکمې کې د پرانیستل شوې دوسیې له مخې، ۳۸ کلن ګنن کین وان ډایک، د شمالي کارولینا په فورټ براګ پوخي اډه کې دنده کوي، د قاطع تصمیم په نوم هغو عملیاتو په پلان کولو او عملي کولو کې شامل وو چې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۸مې نیټې پیل شول. څارنوالان وايي چې هغه د دسمبر له ۲۷مې څخه د جنوري تر ۲مې پورې، په کاراکاس کې د مادورو له نیول کېدو دوه ساعته وړاندې، د شاوخوا ۳۳۰۰۰ ډالرو شرطونه وهلي وو.

په وان ډایک باندې پنځه جنايي تورونه لګېدلي، چې د شخصي ګټې لپاره د دولتي محرمو معلوماتو غیرقانوني استعمالول، او د توکو او پیسو ناقانونه لیږدول پکې شامل دي. د عدلیې وزارت وايي، هغه د دندې اخیستلو پر مهال دا ژمنه کړې چې د پوځي عملیاتو په اړه " محرم معلومات هیڅکله د لیکلو، خبرو، چلند یا بلې لارې" افشا نکړي.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال تاډ بلانش په یو بیان کې وویل: «زموږ د وسله وال ځواک پر نارینه او ښځینه غړو د محرمو معلوماتو د ساتلو باور کیږي، ترڅو خپل ماموریت په خوندي او مؤثره توګه ترسره کړي او د شخصي مالي ګټې لپاره د دې حساسو معلوماتو کارول منع دي.»

د نیویارک د جنوبي حوزې څارنوال جې کلیټن وویل: «د وړاندوینې په مارکیټونو کې د شخصي ګټې لپاره د محرمو معلوماتو غلط کارول مسئون کار ندی."

د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ددې سرتېري په اړه پوښتنه وشوه، خو هغه وویل چې ددې ځانګړې قضیې په اړه دقیق معلومات نلري او "و به یې وڅېړي."

دا قضیه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د متحدو ایالتونو په کانګرس کې دواړه جمهوري غوښتونکي او دیموکرات غړي د وړاندوینې د بازارونو د غوره تنظیم غوښتنه کوي. د مارچ په وروستیو کې، د دواړو ګوندونو سناتورانو داسې یوه لایحه وړاندې کړه چې حکومتي چارواکي د وړاندوینې بازار په قراردادونو کې د سوداګرۍ لپاره د هغو رسمي معلوماتو له کارولو څخه منع کوي چې په عامه توګه خپاره شوي نه وي.

د پولي مارکیټ فلټفارم ویلي، پر دغه فلټفارم باندې د مشکوکې راکړې ورکړې له لیدلو وروسته یې دا قضیه د عدلیې وزارت ته وړاندې کړې او په دې اړه یې له تحقیقاتو سره مرسته کړې ده.

که پر وان ډایک باندې دا تورونه ثابت شي، په ۲۰ کلونو بند محکوم کیدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG