د لاس رسي وړ اتصالات

د هرمز تنګي له لارې پاکستان ته د مایع ګازو لیږد

له قطر څخه پاکستان ته د مایع ګازو لیږدونکې یوه بیړۍ چې د هرمز له تنګي څخه تیره شوې، ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ (د مۍ ۱۲مه) د کراچۍ بندر ته ورسیږي.

دا بیړۍ ۱۷۴ زره متره مکعب ګاز لیږدوي. له ایرن سره د امریکا د کړکېچ د پیل راهیسې دا دوهمه بیړۍ ده چې قطري ګاز پاکستان ته لیږدوي او له تهران سره د هوکړې له مخې په بریالي ډول د هرمز له تنګي څخه تیریږي.

د LSEG د بیړیو د څارنې ادارې د معلوماتو له مخې، د الخریطیات په نوم دا بیړۍ د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي له شمالي مسیر څخه تیره شوه.

پاکستان چې له ایران سره د سولې د خبرو منځګړیتوب کوي، د یو حکومتي قرارداد له مخې، له قطر څخه مایع ګاز پیري.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې، ایران له قطر او پاکستان سره د اعتماد جوړولو د هڅې په توګه د ګازو لیږدوونکو دغو بیړیو ته اجازه ورکوي چې له هرمز تنګي څخه تیري شي.

ددغو سرچینو په خبره، ټاکل شوې ده چې د قطري ګازو لیږدوونکې دوه نورې بیړۍ هم په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په لورې حرکت پیل کړي.

د خبرې منابعو په حواله، پاکستان د خپل مایع ګازو د اړتیا پوره کولو دپاره له ایران سره خبرې کړي دي چې محدود شمېر د ګازو لیږدوونکې بیړۍ له هرمز تنګي څخه تیرېدو ته پرېږدي.

د روانې میاشتې په پیل کې د متحده عربي اماراتو د ابوظهبۍ د تیلو ملي شرکت وکړای شول چې خپل د مایع ګازو لیږدوونکې دوه بیړۍ د هرمز له تنګي څخه تیرې کړي. د بیړیو د څارنې ادارو ویلي، چې په تنګي کې خطرونو ته په پام سره ددغو بیړیو د څارنې سیستمونه غیرفعال کړل شوي وو.

قطر په نړۍ کې د مایع ګازو دوهم ترټولو ستر صادروونکی هېواد دی او خپل ډیر مایع ګاز په اسیايي هېوادونو باندې پلوري.

د هرمز تنګي تړل کېدو په نړیواله کچه د ډیرو صادراتي توکو د لیږد مخه نیولې ده. د نړۍ شاوخوا ۲۰ فیصده خام تیل او ۲۰ فیصده مایع ګاز له همدې لارې تیريږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG