په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د پاکو اوبو د کمښت سره مخامخ دي.
او دوشنبې په ورځ (جون ۲۲) په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې، د پاکو اوبو کمښت ټولنې له ستونزو سره مخامخ کړي دي او په ځانګړې توګه، د ماشومانو لپاره یې روغتیايي خطرونو رامنځته کړي دي.
اوچا د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د یو اوسېدونکي له خولې لیکلي: «دلته ژوند ناممکن کیږي. هیڅ اوبه نشته، حتی د څښاک لپاره اوبه نه پیدا کیږي.»
اوچا پخپل تیر راپور کې ویلي وو چې د افغانستان د بشري مرستو په برخه کې همکارې موسسې، نړیوالې مرستندوې ادارې بشري مرستې برابروي خو خبرداری یې هم ورکړی چې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره بېړنیو اضافي مرستو ته اړتیا ده.
کارپوهان وایي د وچکالۍ پر مهال، ځمکه ډېره وچه او کلکه شي او کله چې وروسته ورباندې بارانونه وشي، دا سخته شوې خاوره اوبه ژر نه شي جذبولای. پر ځای یې، اوبه د ځمکې پر سر بهېږي او دا کار ناڅاپي او خطرناک سېلابونه رامنځته کوي.
دوهم لامل یې دا دی چې وچکالي ونې، بوټي او کرنیز حاصلات له منځه وړي چې دا هم د اوبو په جذب او د بهیر په سوکه کولو کې یې مهم رول لري.
په افغانستان کې تېرکال د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا سلګونه کسان مړه شول او اوبو ډېرې زراعتي ځمکې یوړې.
ملګري ملتونه وايي چې په دغه بې وزلي او کرنیز هېواد کې وچکالي، سیلابونه او د کرنیزو حاصلاتو د تولید کموالی لوړ ګواښونه دي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي پیښو له امله ډیر زیان منونکی دی. سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو په وروستیو کلونو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې بشري بحران په مکرر ډول لا پسې زیات کړی دی، دا هغه مسله ده چې نړیوالو مرستندویه ادارو یې د پایلو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
مرستندویه ادارې وايي چې د اقلیم بدلون، د اقتصادي بحران او پراخې بې وزلۍ سره یوځای، په افغانستان کې د ملیونونو خلکو لپاره د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.
فورم \ دبحث خونه