د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی خو پام د مصنوعی نشه یی توکو کارونې ته اوښتی

ملګري ملتونو د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان د مخدروموادو د ننګونو سره د مقابلې ، نویو ګواښونو،او د حل لارو په موندلولپاره کار کوي.

ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې نوې راپورښيي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کارول په زیاتېدونکي ډول له دودیزو نشه يي توکو لکه چرس (حشیش) او تریاکو څخه مصنوعي نشه يي موادو لکه میتامفیتامین (شیشه) او ټابلیټ کا ته اوښتې.

د ملگرو ملتونو د مخدره توکو سره د مبارزې سیمه ایز استازي اولیور ستولپ ویلي،

"زموږ موندنې ښیی چې د نشه یی توکو کارول د فقر، بېکارۍ، ، نه درملنې او روغتیايي امکاناتو کمښت سره نږدې تړاو لري. اغیزمن غبرگون باید درملنه ، زیان کمولو د روغتیایی پاملرنې، روانی روغتیا ملاتړ، او ټولنیز مصوونیت سره یوځای کړي ترڅو زیان مخیوې او د رغیدو ملاتړ وکړي".

راپور وايي وروسته لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو بندیز ولګاوه په دغه هیواد کې د کوکنارو کر کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کر بندیز اعلان کړ او یو‌اېن‌اوډي‌سي وايي، چې دا بندیز اوس هم په ډېر جدي ډول پلی کېږي

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي چې له بندیز او د نشه یي توکو د تولید له کمښت وروسته د نشه يي توکو قاچاق هم کم شوی او له ۲۰۲۱ کال راپه دیخوا افغانستان کې د هیروینو او تریاکو اندازه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې څیړونکی برایس پاردو وایي، "داسې ښکاري چې د نشه یی توکو د کارونې بندیز نمونه اغېزه کړې ده. د سروې شویو کسانو په منځ کې، د تریاک له کارونې څخه درد کمونکي او ارام بخښونکي درملو ته مخه کولو سره یو بدلون راغلی . د دې څیړنې ډېری ګډونوال ځوانان وو او د ښځو په اړه هېڅ باوری معلومات موجود نه وو."

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي، له بندیز او د نشه یي توکو د تولید له کمښت وروسته د نشه يي توکو قاچاق هم کم شوی او له ۲۰۲۱ کال راپه دیخوا افغانستان کې د هیروینو او تریاکو اندازه کمه شوې ده.

د دغې ادارې په خبره که څه هم د نشه یي توکو د سوداګرۍ حجم ټیټ ښودل شوی خو وايي د بیو په لوړیدو سره لا هم لوی قاچاقبران او جرمي ډلې ترې په لویه کچه ګټه پورته کوي.

مونیکا جیما د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې اجرائیه رئیس وویل، "د نشه یی توکو قاچاقبران له ټیکنالوژۍ او نړیوالې بې ثباتۍ څخه ګټه اخلي ترڅو نوې نشه یی توکی معرفي کړي، د مختلفې سوداګریزې لارې او طریقې تجربه کړي، او په زړورتیا سره نوي بازارونو ته داخل شي"

راپور د درملنې په برخه کې یوې تشې ته هم اشاره کوي او ویل شوِ چې یوازې ۲۹٪ ښځې درملنه کیږې، په داسې حال کې چې د نارینه وو ۵۳٪ لپاره د درملنې زمینه برابره ده، چې دا د ښځو لپاره د ځانګړو خدماتو پراخولو ته اړتیا څرګندوي.

راپور د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، وړاندیز کوي چې د نارینه او ښځو لپاره رضاکارانه، د حقونو پر بنسټ درملنې او زیان کمولو خدمات باید پراخ شي او ترڅنګ يې د روغتیایی کارکوونکو روزنې او لږ تر لږه اسانتیاوو په برابرولو کې پانګونه هم وشي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG