د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان د پاکستان بریدونه؛ ملګرو ملتونو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

AFGHANISTAN-PAKISTAN/
AFGHANISTAN-PAKISTAN/

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، هند او یو شمېر نورو نړیوالو لورو د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه یې کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تایید کړې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا د څمکنۍ، د پکتیکا د ګیان او د کونړ د مرورې ولسوالۍ یې په نښه کړې، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، پاکستان وایي دغه عملیات یې د وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره کړي او ادعا کوي چې ۲۹ وسله‌وال یې وژلي دي. دغه ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفان دوجاریک، ویلي چې سرمنشي انتونیو ګوتېرش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري. هغه د جګړې د سمدستي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د اختلافاتو د ډیپلوماسۍ له لارې د حل غوښتنه کړې ده.

دوجاریک همدارنګه ټینګار کړی چې ټولې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشري قانون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د تېرو پنځو کلونو انزوا د دې لامل شوې چې، د هغه په وینا، د افغانستان شکایتونو ته هېڅوک غوږ ونه نیسي. نوموړي پوښتنه کړې چې ولې د هېواد پر ملي حاکمیت پرله‌پسې تېري کېږي او ولې د اوسني وضعیت په اړه حقایق له خلکو سره نه شریکېږي.

متحده ایالاتو تر اوسه د دغو وروستیو هوايي بریدونو په اړه جلا رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې واشنګټن ترهګري غندي او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د پاکستان د ځان د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.

هند هم د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. نوي ډیلي همدارنګه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر خپل ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا استازي ریچارډ لېنډزي د روان تاوتریخوالي او د انساني تلفاتو پر دوام ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه د ترهګرۍ ټول ډولونه غندلي او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اروپايي ټولنې هم د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوال بشري قانون باید په هر وخت کې رعایت شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند انور العنوني له ټولو خواوو غوښتي چې سمدستي تاوتریخوالی راکم او له زغمه کار واخلي.

پاکستان بیا وایي، دا هوايي بریدونه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرو پر پټنځایونو کړي او د ملکي وګړو په نښه کول ردوي. اسلام‌اباد ټینګار کوي چې دغه عملیات یې د پاکستان پر ضد د سرحد هاخوا ترهګریزو بریدونو په ځواب او د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG