د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو او نورو افغان وګړو د ستنېدو بهیر لا هم په چټکۍ روان دی، او راستنېدونکي له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ریلیف ویب د "پاکستان -افغانستان د راستنېدونکو د بېړني غبرګون" د ۵۳م راپور له مخې، چې د جون تر ۲۷مې نېټې وضعیت رانغاړي، زرګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک او نورو سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د ستنېدونکو ډېری برخه بې اسناده افغانان دي، خو ثبت شوي کډوال او د افغان تابعیت لرونکي کارت (ACC) کسان هم په دې ډله کې شامل دي.
د UNHCR په وینا، د ستنېدو له بهیر سره هممهاله د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې ده.
راستنېدونکي کورنۍ د سرپناه، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، خوړو او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
راپور زیاتوي چې د ملګرو ملتونو ادارې او د هغوی همکار بنسټونه د سرحدي سیمو او د راستنېدونکو د منلو په مرکزونو کې نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه، د ماشومانو د ساتنې پروګرامونه، رواني او ټولنیز ملاتړ او نورې بشري مرستې وړاندې کوي، خو د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره د مرستو اړتیا هم ورځ تر بلې لوړېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خبرداری ورکوي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، بېکارۍ او د اساسي خدماتو له کمښت سره مخ دی، او د راستنېدونکو د دوامدار ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مالي سرچینو ته اړتیا شته.
د راپور له مخې، د مرستندویه ادارو هڅه دا ده چې د راستنېدونکو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، خو د مرستو دوام به د نړیوالو تمویل کوونکو له مالي ملاتړ سره تړلی وي.
فورم \ دبحث خونه