د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه؛ پرافغان نجونو او ښځو محدودیتونو خدماتو ته لاسرسې هم محدود کړی

د ملگرو ملتونو ادارو د افغانستان د بشري وضیعت په اړه رپوټونو خپاره کړي او خبر دارې يې ورکړې که پر وخت هرې برخې ته مرستې ونه رسیږې او پاملرنه ورته ونشي نو د مرستو د کمیدو له امله رامنځ شوې بحران به لاپسې زیات شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو څانگې ویلي، د مرستو کمښت لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې له ملاتړ څخه بې برخې کوي.

صوفیا کالټورپ ، د ملګرو ملتونو د ښځو د بشري اقداماتو مشرې چې په ژنیو کې یوې غونډې ته له سټاکهولم څخه خبرې کولې، ویلي؛ "د ۲۰۲۵ کال د جنوري راهیسې د بهرنیو مرستو کموالی د دې سبب شوی چې یو ملیون ښځې او نجونې مهم ملاتړ ته لاسرسی ونلري" .

د ښځو لپاره د ملگرو ملتونو دغې لوړ پوړې چارواکې زیاته کړې

"د ښځو سازمانونه د بشري غبرګون اصلي برخه او د ژوند وینه ده، دوی د نړۍ د خورا پیچلو او خطرناکو بحرانونو په لومړۍ لیکه کې کار کوي. "

له بل پلو ریلیف په افغانستان کې د مېندو لپاره روغتیايي خدمات د مخ پر زیاتیدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره د مخ کیدو خبر ورکړی.

ریلیف پخپل تازه رپوټ کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) له قوله لیکلي، په ٢٠٢٦ کال کې له ١٠،٧ میلیون څخه ډیرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري او ښځې او نجونې د افغانستان د بشري بحران تر ټولو ډیره اغیزمنه برخه ده .

رپوټ کې راغلي، پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار محدودیتونو اړینو خدماتو ته لاسرسې محدود او د خوندیتوب خطرونه زیاتوي.

رپوټ زیاتوي، د روغتیا سکتور لا هم تر سخت فشار لاندې دی.

افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو ۱۰۰،۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې د ۶۳۸ میندو مړینې اټکل شوې، چې په آسیا کې ترټولو لوړه او په نړیواله کچه اوومه درجه ده. د ښځینه روغتیایی کارمندانو او تمویل کمښت، اړینو درملو ته محدود لاسرسی او د بیړني زیږون پاملرنې کې تشه لا هم لویه ستونزه ده.

په کابل کې د نجم النسا د روغتون مشرې، نجم النسا شفاجو امریکا غږ ته وویل،

"له بده مرغه د روغتیايي خداماتو په برخه کې افغانې ښځې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، ځکه ښځې اکثره نارینه ډاکترانو ته نه ځي او ښځینه ډاکترانې کمې دي او چې ډاکترانې کمې شي روغتیايي خدمات هم کمیږي نو واضح خبره ده چې ښځې د روغتیايي بد وضیعت سره مخ دي".

په یوبل رپوټ کې چې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف ) نن خپورکړی ښيي چې د ماشومانو د خوړو نه خوندیتوب یو له هغو لومړنیو عواملو څخه دی چې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ کوي.

یونسیف لیکلي، د خوړو بحران چې په افغانستان کې کوچني ماشومان ور سره مخ دي راپور يې په داسې حال کې خپریږي چې افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له امله د ضایعاتو لوړې کچې سره د مخ کیدو په حال کې دی.

یونسیف لیکي چې دا حالت د ماشومانو د خوړو د مصوونیت او د ژوند ګواښونکي ناروغیو د مخنیوي لپاره د وخت څخه مخکې د عمل کولو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG