د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) دوشنبې جولای۲۰په یو راپور کې خبردارې ورکړ چې سږکال به په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه میندې او ماشومان د تغذیې له پلوه بیړنیو مرستیو ته اړتیا ولري.
او چا پخپلې ایکس حساب کې لیکلي ، په افغانستان کې د میلیونونو میندو لپاره، د خوارځواکۍ له ګواښ سره سره د هیلو ساتل د دې مانا لري چې
پر وخت بشري اقدام لا هم کولی شي د خلکو ژوند وژغوري او د هغه نسل لپاره د اوږدمهاله زیان مخه ونیسي چې لا د مخه د کلونو بحران له امله ځپل شوي دي.
دا خبرداری یوازې څو ورځې وروسته له هغه ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ورته اندیښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې د ۵ کلونو څخه کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي.
افغانستان لاهم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه لاس او ګریوان دی؛ هغه بحران چې لامل یې اقتصادي سقوط، اقلیمي ناورینونه او اړینو خدماتو ته محدود لاسرسی دی.
اوچا وايي ،افغانستان د نړۍ په کچه د میندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري، پداسې حال کې چې ډیرې ښځې او نجونې لاهم د روغتیايي پاملرنې لپاره د پام وړ خنډونو سره مخ دي او همدا محدودیتونه د ژوند ژغورنې خدمات له لاسرسي څخه نورهم لرې کوي.
د ملگرو ملتونو د همغږۍ ادارې (اوچا) لیکلي په ټول هېواد کې، ښځینه روغتیایی کارکوونکې په لومړۍ کرښه کې دي؛ هغوی له میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو سره مرسته کوي او هره ورځ د خلکو ژوند ژغوري.
هغوی دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري او دا خدمتونه باید پراخ شي.
له بل پلوه، په ژنیو کې د اروپايي ټولنې پلاوي د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب وکړ او د افغان ولس د ملاتړ لپاره یې خپله ژمنه بیا تکرار کړه؛ او د افغانستان اوسنې وضعیت یې د نړۍ یو له سترو او خورا پیچلو بشري بحرانونو څخه وباله.
د اروپايي ټولنې په ایکس" پانه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، «اروپايي ټولنه له افغان ولس سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، د ژوند ژغورنې مرستې برابروي او د افغان ښځو له حقونو ملاتړ کوي.»
اروپايي ټولنه افغانستان ته د بشري مرستو له سترو مرستندویانو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو د ادارو او بشري سازمانونو له لارې بېړنۍ مرستې چمتو کوي. دې ټولنې په وار وار په ټول هېواد کې له زیان منونکو ټولنو څخه د ملاتړ د دوام ترڅنګ، بشري مرستو ته د لاسرسي پر دوام او د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه