د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته ورسید

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وایي چې د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې په سیلابونو کې د مړو شویو سکانو شمیر ۳۲ ته ورسید او د ۸۰ نورو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوي.

دې ادارې ویلي چې چارواکو تر دې دمه د ١٥ مړو شویو کسانو مړي موندلي دي. په سیلابونو کې د مالي زیانونونو په برخه کې د لسګونو کورونو او دوکانونو د ویجاړۍ خبر هم ورکړل شوی.

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، له دوړو او شګو سره د مل بادونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل کړی.

یادې ادارې له اوسېدونکوغوښتي چې د سیندونو له غاړو او د سېلاب له ګواښ سره مخ سیمو څخه لرې پاتې شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د نورستان په ولایت کې په سیلابونو کې د مرګ ژوبلې او مالي زیان په هکله ژور خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو او نورو همکارو ادارو سره به ځپل شویو سیمو په راتلونکو ورځو کې مرستندویه مواد ورسوي.

بل پلو د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان یا آی او ایم ویلي چې مرستندویه ټیمونه یې وار د مخه پارون ته رسیدلي دي چې په مختلفو برخو کې د ارزیابۍ او مرستې رسولو په برخې کې کار کوي.

اروپایي اتحادیې هم په سیلاب کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربیره د ژغورونکو ټیمونو لپاره د استقامت غوښتنه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG