د روغتیا نړیوال سازمان دوشنبه د جولای ٢٧ په تازه راپور کې ویلي چې «سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان ختیځې، سویل ختیځې او مرکزي سیمې اغېزمنې کړې او په ګڼو ولایتونو کې یې پراخ بشري ناورینونه رامنځته کړل».
راپور د افغانستان هغه سیمې په ګوته کړي چې سیلابونو ځپلي دي چې په هغو کې د ختیځ زون ولایتونه (نورستان، ننګرهار او لغمان)، د سویل ختیځ زون ولایتونه (پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني) او مرکزي سیمه (کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونه) شامل دي.
راپور وايي، دغوپېښو د ځاني تلفاتو، ټپي کېدو، د کورنیو د بې ځایه کېدو او همدارنګه کورونو، عامه تاسیساتو او سیمه ییزو زیربناوو ته د پراخ زیان لامل شوي.
د راپور له مخې، په ختیځه سیمه کې، تر ټولو ډیر زیان د نورستان ولایت په پارون ښار او همدارنګه د ننګرهار او لغمان ولایتونو خلکو ته رسیدلی. دغو سېلابونو کورونو، د خلکو د عاید پر سرچینو او عامه تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي ازیانمنې شوې سیمې يې بشري او د بیا رغونې لپاره عاجلې مرستې ته اړې کړې دي.
راپور لیکي، په سویل ختیځه سیمه کې هم ناڅاپي سېلابونو د پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني ولایتونو کې کورونو، کرنیزو ځمکو، سړکونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او نورو مهمو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي، چې له امله یې د خلکو د معیشت چارې او اړینو خدماتو ته د زیانمنو شویو کورنیو لاسرسی له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.
په مرکزي سیمه کې، ناڅاپي سېلابونو د کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کورنۍ اغېزمنې کړې دي.
په ګڼو ولسوالیو کې د استوګنې کورونو او ټولنیزو شتمنیو ته د پراخ زیان راپور ورکړل شوی، چې له امله یې ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري؛ په دې مرستو کې سرپناه، روغتیایی خدمتونه، اوبه، د حفظ الصحې اسانتیاوې او د معیشت ملاتړ شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د روغتیا د برځې شریکانو سره یوځای، د سیمه ایزو روغتیایی چارواکو سره په نږدې همغږۍ هڅه کوي ترڅو د چټکو ارزونو ملاتړ وکړي، بیړني روغتیایی اکمالات ځای پر ځای او د اړینو روغتیایی خدماتو هغه دوام ډاډمن کړي چې په کې د ټپیانو درملنه او سیلاب ځپلو ته پاملرنه شامله ده.
فورم \ دبحث خونه