د انسان قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري وضعیت خلک د انساني قاچاق او بېلابېلو استثماري کړنو پر وړاندې لا ډېر زیانمن کړي دي.
د دې ادارو په ګډې اعلامیې کې راغلي چې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پراخې جبري ستنېدنې، د کوکنارو له امله د کلیوالي اقتصاد کمزوري کېدل، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو د خلکو د ژوند شرایط لا سخت کړي دي.
د IOM د ستنېدونکو د وضعیت د ارزونې له مخې، یوازې ۱۱ سلنه سروې شوي تازه ستانه شوي افغانان بشپړ کار لري یا خپل کاروبار لري، په داسې حال کې چې ۵۶ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. راپور زیاتوي چې نږدې نیمايي کورنۍ د پورونو او مرستو پر مټ ژوند کوي، او همدا اقتصادي فشارونه د جبري کار، د پور په بدل کې مزدورۍ او د انساني قاچاق خطر زیاتوي.
راپور وايي ښځې، ماشومان، ستنېدونکي کډوال او پور وړي کورنۍ تر ټولو ډېر له دې خطر سره مخ دي. د انساني قاچاق قربانیان لا هم ناامنه کارونو، جبري مزدورۍ، جنسي استثمار، د غلامۍ په څېر شرایطو او حتی د دوی له رضایت پرته د بدن د غړو د ایستلو سره مخ کېږي. ډېری قربانیان د پورونو د پرې کولو په بدل کې جبري کار ته اړ ایستل کېږي، یا هم د خښتو په بټیو، کرنې، په کانونو کې کار او د غالۍ اوبدلو ته مخه کوي. ځینې نور د اجباري سوالګرۍ، جبري ودونو، د ماشومانو د استخدام، جنسي استثمار او یا هم په ناقانونه فعالیتونو کې د ښکېلتیا لپاره کارول کېږي. راپور زیاتوي چې د انسان قاچاق یوه مخ پر زیاتېدونکې نړیواله بڼه د اجباري جرمونو لپاره قاچاق دی، چې پکې قربانیان د درغلۍ په شبکو او انلاین فریبکارۍ کې د چل، تاوتریخوالي او زور له لارې ښکېل او بند پاتې کېږي.
د UNODC د افغانستان استازي، پولیاک اوک سري، ویلي چې د افغانانو پر ژوند روان فشارونه، لکه پراخې ستنېدنې، د بدیلو معیشتي لارو له برابرولو پرته د کوکنارو د کرکیلې له منځه وړل، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو محدودیتونه، د نارینهوو، ښځو او ماشومانو د قاچاق او استثمار خطر زیاتوي. هغه ویلي، د مخنیوي، د احتمالي قربانیانو د پېژندنې او د هغوی د ساتنې او ملاتړ لپاره باید هڅې پیاوړې شي.
د IOM د افغانستان مشرې، میهیونګ پارک، ویلي چې د ستنېدونکو اوسنی شمېر د افغانستان د ټولنو د جذب له وړتیا لوړ دی. هغې ټینګار کړی چې که نړیوال ملاتړ زیات نه شي او خلکو ته د کار او ژوند مناسب فرصتونه برابر نه شي، ډېر کسان به خطرناکو او ناقانونه لارو ته مخه کړي، چې دا به یې د انسان قاچاق، د کډوالو د قاچاق، استثمار او ناوړه چلند له خطر سره مخ کړي.
UNODC او IOM له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د قربانیانو د پېژندنې او ساتنې، اساسي خدمتونو، قانوني اسنادو، دوامداره معیشتي فرصتونو، خوندي او قانوني کډوالۍ او سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
دواړو ادارو همدارنګه اعلان کړی چې په ګډه په افغانستان کې د انسان قاچاق او د کډوالو د قاچاق په اړه یوه ستراتیژیکه ارزونه ترسره کوي، څو د راپورته کېدونکو خطرونو په اړه کره معلومات راټول او د قربانیانو د ساتنې او د قاچاقي شبکو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي.
فورم \ دبحث خونه