د لاس رسي وړ اتصالات

په کانگو کې د ایبولا ناروغۍ د پیښو شمیر ۳،۳۶۰ ته رسیدلی

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت وايي د ایبولا ویروس د پېښو د شمېر له مخې د خپل پخواني ریکارډ ماتولو ته نږدې شوی دی.

د چارواکو په وینا په یاد هیواد کې د ایبولا ناروغۍ د پیښو شمیر ۳،۳۶۰ ته رسیدلی دی.

چارواکي وايي، دا یو خطرناک پړاو دی چې نه یوازې د هیواد په تاریخ کې د ایبولا د پیښو ترټولو لوړ شمیر ښکاره کوي بلکې د نړۍ په کچه د دویم خپاره شوي ویروس ریکارد ثبتوي.

تمه کیږي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې به د ایبولا پیښې به په لوړه شمیره ثبت شي، چې د ۲۰۱۸-۲۰۲۰ کلونو څخه به يي شمیره لوړه شي کوم چې ۳،۴۸۱ قضیې یې ثبت کړې وې.

دا دردونکی پړاو به په نړیواله کچه دوهم لوی ریکارډ جوړ کړي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت وايي چې په یاد هیواد کې د ایبولا ناروغۍ د پیښو شمیر ۳،۳۶۰ ته رسیدلی دی.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز (CDC) د معلوماتو له مخې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د روغتیایی چارواکو لخوا د تیرې مې میاشتې په لومړیو کې د دې ناروغۍ د خپریدو له راپور وروسته، تر اوسه له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت لاهم د دې ناروغۍ د خپراوي اصلي مرکز دی، چیرې چې تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې هلته د ایبولا د پېښو اصلي شمېر لږ تر لږه دوه چنده، او ښايي له رسمي شمېر څخه تر څلور چنده ډېر وي.

دا وبا د ویروس د بنډیبوګیو ډول له امله رامینځته شوې، کوم چې د خپریدو د ریکارډ په پرتله په ګړندۍ کچه ډیر خلک وژلي دي.

تر اوسه پورې ددې ویروس درملنه یا واکسین نشته.

په ورته وخت کې،د یوگاندا د روغتیا وزیر کریس باریومونسي د د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ختیځې افریقا دا هېواد له ایبولا څخه پاک شوی دی، هغه زباته کړې

"د روغتیا وزارت په خوښۍ سره اعلان کوي چې یوګانډا په رسمي توګه د ایبولا ناروغۍ د خپراوي پای اعلان کړی دی. نو نن، همدا اوس چې موږ خبرې کوو، یوګانډا له ایبولا څخه پاک دی!"

د CDC (د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز) په وینا، تر دې دمه په متحده ایالاتو کې د دې وبا اړوند د ایبولا هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې او متحده ایالاتو کې د دې ویروس د خپریدو خطر خورا کم دی.

دغې ادارې تېره جون میاشت اعلان وکړ چې د ایبولا وبا پر وړاندې د خپلو داخلي او نړیوالو اقداماتو د پیاوړتیا لپاره به ۱۰۷ میلیونه ډالر بېړنۍ مرستې چمتو کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG