د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نشه یي توکو د یو کارټل پر سر د  ۱۰۲ میلیون ډالرو انعام اعلان کړ

متحده ایالتونو د نشه یي توکو د سترو قاچاق وړونکو او کارټلونو په وړاندې په یوه اقدام کې (هالیسکو کارتل نوي نسل) یا CJNG په وړاندې نوې انعام ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (اګست پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي د هغو معلوماتو په بدل کې به چې په هر هیواد کې د یادې ډلې د اتو مشرانو او همکارانو د نیولو او یا هم تورنیدو لامل شي، تر ۱۰۲ میلیونه ډالره انعام ورکړل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، دغه اقدام د نشه یي توکو د ترهګرو کارټلونو په وړاندې د ولسمشر ترمپ د تاریخي او قاطع اقدام د ملاتړ په هدف چې د نوموړي په وینا د امریکا خلک ګواښي، ترسره کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا حکومت تیر کال CJNG باڼد د بهرني ترهګر کارټل او د ځانګړي نړیوال ترهګر سازمان په توګه ونوماوه.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دغه کارټل د امریکا په نیمه کره کې یو تر ټولو بې رحمه او د مخدره موادو خطرناکه تروریستي ډله ده چې امریکایي ټولنې له غیرقانوني فینټانیل، کوکائین، هیروئین او میتفرامین سره زهرجنې کوي.

پر دې سربیره، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، پر هغو ۶۵ کسانو د ویزو محدودیتونه لګوي چې د CJNG کارټل د غړو او کاروباریانو د کورنیو نږدې کسان دي او د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې پرې بندیزونه لګیدلي دي.

ددغه وزارت په وینا د یادو کسانو له ډلې څخه د ۲۶ تنو ویزې رد شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت وایي په ۲۰۲۵ کال کې د ویزدو د محدودیتونو د پالیسۍ له مخې، تر دې مهاله د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو ډلو او ددې ډلو د مشرانو د مرتبطو ۹۳ کسانو ویزې رد شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه انعام د امریکا د قانون پلي کیدونکو سره د CJNG کارټل د مشرتابه په فلج کولو کې مرسته کوي.

اعلامیه وايي د ولسمشر ټرمپ او بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو تر مشرۍ لاندې، د مجرمو کارټلونو غړي او د هغوی جرمي همکاران نور متحدو ایالتونو ته د راتګ او د امریکایانو د ویرولو توان نلري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG