د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې ایټالیايي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لګېدلو محدودیتونو سره سره، دی په افغانستان کې پر پاتې کېدو خوښ دی او د نجونو زده کړې د هېواد له تر ټولو عاجلو اړتیاوو څخه بولي.
کرزي د ایټالیا له «کوریره دلا سرا» ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې د اګست په اوومه خپره شوه، ویلي: «د ستونزو پر مهال خپل کور نه پرېږدي، پاتې کېږي او مرسته کوي.» هغه زیاته کړې چې لا هم کولی شي د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.
د دې ورځپاڼې خبریال اندریا نیکاسترو د مرکې په سریزه کې په کابل کې د کرزي ژوند له سختو محدودیتونو سره مخ بللی دی. هغه لیکلي چې کرزی له خپل استوګنځي څخه د وتلو لپاره اجازې ته اړتیا لري او د تګ راتګ پر مهال وسلهوال کسان ورسره مله وي.
د هغه په وینا، کرزي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان نورو ولایتونو ته د سفر اجازه نه ده لرلې او یوازې د درملنې لپاره یې له هېواده بهر سفر کړی دی. دا مرکه د ایټالیا له مرکز میلان څخه په کابل کې نلاین شوې ده.
کرزي ویلي چې اوسنیو محدودیتونو د افغانستان د غوره راتلونکي لپاره د هغه د هڅو مخه نه ده نیولې. هغه د نجونو زده کړې د ځان او میلیونونو افغانانو لپاره تر ټولو عاجله موضوع بللې او ټینګار یې کړی چې نجونې باید له لومړني ښوونځي څخه تر پوهنتونه د زده کړو حق ولري او ښځې باید په ټولنه کې د کار کولو اجازه ولري.
«زده کړه سیاسي موضوع نه ده.»
کرزي ټینګار کړی چې زده کړه باید د سیاسي نظام له بڼې او یا ټاکنو سره ونه تړل شي او ښوونځي باید پرانیستي وي. هغه په افغانستان کې د ښځو تاریخي، کلتوري او تعلیمي رول ته په اشارې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم او عایشه دراني یادونه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له هغو لومړنیو اسلامي هېوادونو څخه و چې نجونې یې د زده کړو لپاره اروپا او ترکیې ته استولې. کرزي همدارنګه ویلي چې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره یې لیدلي او د ده په باور، په هغوی کې ځینې کسان د نجونو د زده کړو په اړه له ده سره همنظر دي.
کرزی لا هم طالبان «وروڼه» بولي
د افغانستان پخواني ولسمشر په دې مرکه کې یو ځل بیا طالبان «وروڼه» بللي، دا هغه اصطلاح ده چې ده د خپلې ولسمشرۍ پر مهال هم کاروله. هغه ویلي چې طالبان، د هغوی ملاتړي او مخالفان ټول افغانان دي او بالاخره باید د یو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي. کرزي زیاته کړې چې له څه باندې څلورو لسیزو جګړو وروسته، افغانستان پخلاینې، خبرو اترو او متقابل درک ته اړتیا لري. هغه د خپل ورور د وژل کېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د خپل ورور تر وژل کېدو وروسته یې هم طالبان «وروڼه» بلل.
پر پاکستان سختې نیوکې
کرزي د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اوسنیو ترینګلو اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پر اسلاماباد سختې نیوکې کړې دي. هغه ادعا کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې یوازې له اوسنیو تحولاتو سره تړاو نه لري، بلکې تاریخي او کلتوري ریښې هم لري. کرزي ویلي، د ده په باور پاکستان تل د یوه باثباته او اغېزناک افغانستان په اړه اندېښنه لرلې او د افغانستان د کمزوري کولو هڅه یې کړې ده. پاکستان لا د کرزي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان او طالبانو د حکومت اړیکې پر امنیتي مسایلو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له امله له جدي ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي. پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د اسلام اباد وسله وال مخالفین ساتل کېږي او پالل کېږي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.
«زما جمهوریت ماتې وخوړه او ما هم ماتې وخوړه»
د مرکې په پای کې د ایټالیايي ورځپاڼې خبریال اندریا نیکاسترو له حامد کرزي پوښتلي چې ایا د جمهوریت له سقوط وروسته ځان ماتې خوړلی ګڼي؟ کرزي ځواب ورکړی: «زما جمهوریت ماتې وخوړه. ما هم ماتې وخوړه.» خو هغه زیاته کړې چې افغانستان لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او د ده په باور، په پای کې به بریالی شي. کرزي ویلي چې د ده شخصي ستونزې ډېر اهمیت نه لري او ټینګار یې کړی چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او زده کړو ته د خلکو لاسرسی د افغانستان د پرمختګ لار ده.
فورم \ دبحث خونه