د لاس رسي وړ اتصالات

 اندونیزیا کې په زلزلې کې د مړو شمیر ٦٨ ته ورسید

د اندونیزیا دطبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دې هیواد په ختیځ کې د شنبې ورځې شدیدې زلزلې له کبله د مړو شمېر۶۸ته لوړ شوی دی او شاوخوا۵۰۰۰ نورکسان له سیمې څخه ایستل شوي دي.

دا زلزله، چې ورپسې شاوخوا۳۴۱نور ټکانونه وشول، په اندونیزیا کې یوه تر ټولو قوي زلزله بلل کیږي.
په۲۰۲۲کال کې هم د اندونیزیا په لویدیځ کې د جاوا په ټاپو کې د یوې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي وو.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې په وینا، د ختیځ نوسا تینګارا سیمه ییز حکومت په دې ولایت کې د بیړني حالت د اعلانولو پر سر غور کوي.

دغه اقدام به چارواکو ته اجازه ورکړي چې سرچینې او مالي امکانات راټول او وکاروي.

د اندونیزیا د جیوفزیک ادارې ویلي چې په۱۹۹۲کال کې دغه سیمه د۷.۵درجې یوې زلزلې ځپلې وه، چې ډیر ورانی یې کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG