د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د ۶۰ ورځني تفاهملیک د مودې له پای ته رسېدو سره سره، دی د ایران په اړه د راتلونکو اقداماتو لپاره "بیړه نه لري" او ټینګار یې کړی چې تهران باید "د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړي. "
ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه، له فاکس نیوز سره په تازه ټیلیفوني مرکې کې وویل، "زه کوم مهالوېش نه لرم، بیړه نه لرم."
هغه تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران له چارواکو سره د اړیکو "غیر رسمي چینلونه" لا هم پرانیستي دي.
د امریکا ولسمشر وویل، د ایران پر سمندري بندرونو د امریکا محاصره دوام لري او پر تهران یې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا د کانګرس راتلونکي منځمهاله انتخابات د ایران په اړه د ده پر تګلارې او پرېکړو هېڅ اغېز نه لري.
نوموړي په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي وړتیاوو په اړه هم وویل، هغه وسلې چې متحده ایالاتو تر اوسه په جګړه کې کارولي، د امریکا د موجودو پوځي امکاناتو په پرتله «ډېرې لږې» دي.
د هغه په وینا، متحده ایالات د منځنۍ کچې وسلو پراخې زېرمې لري او لا ډېر پرمختللي پوځي سیستمونه هم ورسره شته.
د ایران اټومي پروګرام
ټرمپ تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ په ټروت سوشل کې ټینګار کړی و چې ایران باید په هېڅ ډول اټومي وسله ونه لري. هغه لیکلي: «لومړی هدف دا دی، او تل به هم همدا وي، چې ایران په هېڅ ډول، هېڅ بڼه او تر هېڅ شرایطو لاندې اټومي وسله ونه لري.»
ټرمپ په وار وار ویلي چې په اټومي وسلو سمبال ایران به د نړۍ لپاره ګواښ وي.
د ایران او عمان خبرې
په همدې حال کې، ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوه نوي میکانیزم پر وروستیو جزییاتو کار کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ وویل چې له عمان سره د یوې ګډې اعلامیې پر متن د نظرونو تبادله روانه ده او دواړه خواوې د داسې یوه میکانیزم د جوړولو هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ګټې او اندېښنې او د نړیوالې بېړۍ چلونې اړتیاوې په پام کې ونیسي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې د ایران او عمان ترمنځ د دغو «موازي خبرو» په اړه هم سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل، که عمان د امریکا د اقداماتو په لاره کې خنډ شي، واشنګټن به یې په سختۍ بمبار کړي.
ایران او عمان ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ پر مسیر تفاهم ته رسېدلي او اوس د ګډې اعلامیې د وروستۍ بڼې پر جزییاتو کار کوي.
د ۶۰ ورځني تفاهملیک پای
د ټرمپ تازه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو موده پای ته رسېږي، خو د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
متحده ایالاتو او ایران د جون په ۱۴مه د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په هدف یو تفاهملیک لاسلیک کړی و. خو د هرمز تنګي پر سر اختلافونه، د ایران اټومي پروګرام او پر ایران د امریکا اقتصادي او پوځي فشارونه لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دي.
ایران بیا د دوشنبې په ورځ وویل چې په تفاهملیک کې د «۶۰ ورځني ضربالاجل» په نوم کوم شرط نه و، بلکې ۶۰ ورځې د اټومي موضوع او د بندیزونو د لرې کولو په اړه مذاکراتو ته ځانګړې شوې وې.
په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو راتلونکی لا روښانه نه دی، منځګړي هېوادونه هڅه کوي دواړه لوري یو ځل بیا د خبرو مېز ته راولي.
فورم \ دبحث خونه