متحده ایالات وايي چې نیپال ته به د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت مرسته چمتو کړي؛ دا مرسته د هغو ویجاړوونکو سېلابونو وروسته کېږي چې په نیپال او تبت کې لږ تر لږه ۳۶۱ کسان پکې مړه شوي او له ۱۴۰۰ څخه ډېر نور نادرکه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کټمنډو کې د امریکا سفارت له سیمه ییزو چارواکو سره له نږدې کار کوي څو په اغیزمنو شویو سیمو کې د امریکايي وګړو ځای معلوم او ورسره مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پوسټ کې وویل: "موږ د ویجاړوونکو سیلابونو له امله د نیپال له خلکو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګندوو او د هغوی لپاره دعا کوو. د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې د نیپال له حکومت سره د اړینو بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په سهار فاکس نیوز ته وویل چې یو شمېر امریکایان ژغورل شوي او متحده ایالت د ژغورنې له هڅو سره مرستې ته دوام ورکوي.
لیویټ زیاته کړه: "موږ خپله مرسته او همکاري وړاندې کړې ده، خو البته د دې ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر روبیو لپاره لومړیتوب تل امریکایان دي؛ نو ځکه موږ د هر هغه امریکايي په ژغورلو تمرکز کوو چې ممکن وي."
په نیپال کې د امریکا سفارت له اغیزمنو شویو کسانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د نیپال له چارواکو سره په نږدې اړیکه کې دي.
سفارت په یو بیان کې وویل: "موږ د 'بهوټي کوشي' د هغه سیلاب له امله چې د 'راسووا' ولسوالۍ او د سیند په لاندینۍ برخه کې پرتو سیمو ته یې زیان اړولی، د ځاني تلفاتو او ویجاړیو له امله ژوره خواشیني څرګندوو."
په چین کې د امریکا سفیر ډیویډ پرډیو له سیلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د ژغورنې له هڅو سره مرسته کوي.
پرډیو وویل: "د چین او نیپال له پولې څخه ترلاسه شوي انځورونه د زړه بوږنوونکي دي. زه له هغو ټولو کسانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې له دې غمجنې پېښې څخه اغېزمن شوي دي. موږ د ژغورنې په سیمه ییزو هڅو کې فعاله همغږي کوو او اغېزمنو امریکايي وګړو او کورنیو ته قونسلي مرستې برابروو."
د مړو شویو او ورکو کسانو شمیر
په نیپال کې د مړو شمېر ۳۵۹ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د چین دولتي رسنیو د تبت په ګیرونګ ولسوالۍ کې لږ تر لږه د درېیو تنو د مړینې خبر ورکړی دی. چارواکي وايي چې د دغو شمېرو د زیاتېدو اټکل کوي.
د نیپال د ګرځندوی بورډ د معلوماتو له مخې، دا مهال په نیپال کې ۶۵ امریکايي سیلانیان ورک دي او له دې سیمې څخه دوه تنه ژغورل شوي دي.
د لټون او ژغورنې عملیات
د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۷مه)، د ژغورنې ډلو د ورک شویو کسانو لپاره پراخ لټون ته دوام ورکړ؛ خو د لسګونو پلونو او نږدې ۴۰ کیلومتره سړکونو ویجاړېدو، ډېرو زیانمنو شویو سیمو ته د ځمکې له لارې لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د نیپال ځواکونو اغېزمنو سیمو ته د رسېدو لپاره له چورلکو څخه کار اخیستی او له سېلاب ځپلو سیمو څخه یې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان ژغورلي دي. د ژغورنې ډلو هغه کسان هم له خطر څخه ایستلي چې د تریشولي د اوبو برېښنا پروژې اړوند تاسیساتو کې بند پاتې وو.
په لسګونو ټپیان د پرمختللې طبي درملنې لپاره د نیپال پلازمېنې، کټمنډو ته لېږدول شوي دي. د مرستندویه چارو مسؤلینو دا هم ویلي چې د ځینو قربانیانو مړي له خورا سختو ځپل شویو سیمو څخه په سلګونه کیلومتره لیرې، د سیند په لاندنۍ برخه کې موندل شوي دي.
د ناورین اصلي لامل
د کارپوهانو ارزونې ښيي چې د یخ د یوې برخې د ښویېدل د دې ناورین اصلي لامل و. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په لومړي سر کې د کټمنډو په شمال کې شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د ۴.۴ درجې زلزلې ثبتولو راپور ورکړی و، خو وروسته یې خپله ارزونه بدله کړه او څرګنده یې کړه چې دا پېښه په حقیقت کې د یخ یوه لویه ښوئیدنه وه چې له امله يې په نیپال کې د راسوا ولسوالۍ د بوتیکوشي سیند او د تبت ځینې سیمې وځپلې او کورونه، سړکونه، پلونه او د اوبو د برښنا تاسیسات یې له منځه یوړل.
کیدای شي ډیری ورک شوي کسان په تبت کې د کیلاش غره زیارت ته تللي وي، چې د هندوانو، بودایانو او نورو لپاره یو سپیڅلی ځای دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، په نیپال کې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ "سمدستي مرستو" ته اړتیا لري.
د نیپال د هوا پېژندنې اداره د پنجشنبې په ورځ د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه د "منځنۍ کچې خطر" وړاندوینه کوي. خو په نیپال کې د امریکا د سفارت په وینا، د باران دوام ښايي د نورو سېلابونو، ځمکې ښویېدنې، د خټو او ډبرو د ښوئیدو او سړکونو ته د لا زیات زیان لامل شي.
فورم \ دبحث خونه