د لاس رسي وړ اتصالات

یو نسکو: افغانستان کې لا هم میلونونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي

سږکال د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د سواد زده کړې نړیواله ورځ د "خلکو ، نړۍ او سوکالۍ لپاره د زده کړې" په شعا ر لمانځي.

نړۍ دا ورځ داسې مهال لمانځي چې په افغانستان کې میلونونه ماشومان لا هم د زده کړو څخه محرومې دي.

یونسکو وايي، لیک لوست د خلکو لپاره د پراخې پوهې، مهارتونو، ارزښتونو، چلندونو او کړو وړو د ترلاسه کولو بنسټ دی؛ هغه څه چې د برابرۍ او نه تبعیض، د قانون واکمنۍ، پیوستون، عدالت، تنوع او زغم پر بنسټ د تلپاتې سولې د کلتور د پیاوړتیا ، ځان، نورو خلکو او نړۍ سره د اړیکو د جوړولو لپاره اړین دي.

یونسکو اداره وايي لیک لوست د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق دی. دا د نورو بشري حقونو، پراخو ازادیو او نړیوال تابعیت څخه د برخمن کېدو پر لور دروازه پرانیزي.

د سواد د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان لاهم د زده کړې په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ دي.

دغه اداره وايي چې د یو نسل د وروسته پاتې کېدو د مخنیوي لپاره دوامداره پانګونې ته بیړنۍ اړتیا ده.

د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت، اوچا وویل « د سواد زده کړه پوهې، فرصتونو او یو خوندي راتلونکي ته د ورتګ دروازې پرانیزي، خو ډېری افغان ماشومان د جګړې، بې وزلۍ، بې ځایه کېدنې او ښوونځي ته د تګ پر وړاندې د محدودیتونو له امله کیفیت لرونکې زده کړې ته لاسرسی نه لري».

سږکال د سواد نړیواله ورځ خپله ۶۰مه کلیزه لمانځي، دا ورځ په ۱۹۶۶ کال کې د یونسکو لخوا د عمومي کنفرانس په څوارلسمه غونډه کې اعلان شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG