اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی
اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، پر افغان ټولنې محدودیتونه لا سخت شوي او ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي. ریچارډ بېنېټ هم وايي، د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او عاملانو ته د حساب ورکولو لپاره باید نړیوالې هڅې پیاوړې شي