د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه : د  ۲۰۲۳ کال راهیسې ۶.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو او راستنیدونکو چارو اداره وايي د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، افغانستان ته د اټکل له مخې ۶.۵ میلیونه کسان بېرته ستانه شوي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څارنې راپور ښودلې چې له پاکستان څخه د راستنو شویو ۶۱ سلنه او له ایران څخه د راستنو شویو ۷۳ سلنه کسانو ویلي چې د دوی بېرته راستنېدل په خپله خوښه نه وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو تازه رپوټ چې جمعه د (سپتمبر١٨ ) خپور شو وايي، د ٢٠٢٦ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۱۲مې نېټې پورې ۵۲۲،۲۰۰ افغانان له ایران څخه بېرته راستانه شوي دي، چې په دې کې ۴۳۹،۰۰۰ تنه یې په جبري توګه ایستل شوي.

د کډوالو او راستنیدونکو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په دومره لویه کچه بېرته راستنېدل په افغانستان کې پر لومړنیو خدماتو، استوګنې او د خلکو پر معیشت اضافي فشار راوړي او د بې ثباتۍ او نورې کډوالۍ خطرونه زیاتوي.

ملګري ملتونه وايي، دغو راستنیدنو کچه او جبري بڼه جدي اندیښنې راپورته کوي؛ لکه د دې نفوس د زیاتوالي د جذبولو په برخه کې د افغانستان د ظرفیت، له کلونو جلاوطنۍ وروسته د راستنیدونکو د بیا یوځای کیدو د وړتیا، او دا چې دا ټول په افغانستان کې د ثبات او بیارغونې لپاره څه معنی لري.

د کډوالوادارې رپوټ وايي، افغانستان ته د نورو مالي مرستو کچه مخ په کمېدو ده، عالي کمېشنرۍ اړه شوه چې په ۲۰۲۵ کال کې خپله نغدي مرسته راکمه کړي، چې له امله یې بېرته راستنېدونکې کورنۍ له لا زیات زیان منونکي وضعیت سره مخ شوې دي.

هغه برخه چې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېده، له ۶۲ سلنې څخه ۴۱ سلنې ته راښکته شوې ده.

د راستنیدونکو د استوګنې په برخه کې خورا زیات تمرکز لیدل کیږي، ځکه چې ۶۷ سلنه راستنیدونکي یوازې په ۱۰ ولایتونو کې میشت شوي دي؛ دا وضعیت پر سیمه ییزو اقتصادونو، مهمو خدماتو او فرصتونو سخت فشار راوړي. ۲۹ سلنه نور بیا د کور، ځمکې او د کار د نشتوالي له امله له خپلو اصلي ولایتونو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

رپوټ وايي، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د راستنیدونکو له امله د ناخالص کورني تولید کچه ۴.۸ سلنه لوړه شوه، خو د ژوند معیارونه راټیټ شول ځکه چې د سرانه ناخالص کورني تولید کچه ۵.۶ سلنه کمه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG