د ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو عمومي ٨١مه غونډه په نیویارک کې په داسې حال کې کېږي چې لاهم نړۍ افغانستان ته د یو جدي بحران په سترګه ګوري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیمونکې اداره (اوچا) وايي شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه کیږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې وویل چې د افغانستان ثبات ته «ستر خطرونه» د زیاتېدو په حال کې دي
جورجیت ګانیون د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غوندې ته وویل چې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، د نړیوالې ټولنې او افغانانو د اندېښنو په هوارولو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی..
د یوناما سرپرستې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره نړیوال تعامل، د دوحې د پروسې له لارې هم، باید دوام ومومي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري مرستو همغږۍ ، سیاسي تعامل او د هېواد د ثبات ساتلو لپاره خورا مهم گڼل کیږي د دې ماموریت هدف په افغانستان کې د سولې، ثبات او له خلکو سره د بشري او سیاسي مرستو همغږي ده.
د افغانستان لپاره د اوچا ویاندې اولګا چریفکو امریکا غږ ته وویل:
"ملګري ملتونه د بشري پراختیا، بشري حقونو او سیاسي چارو اړوند تخصصي وړتیاوې سره یوځای کوي؛ دا کار موږ ته نه یوازې د خلکو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو، بلکې د دې بحران د ځینو بنسټیزو لاملونو د حل کولو زمینه هم برابروي. د اوچا او زموږ د بشري مرستو د شریکانو دنده روښانه ده: موږ اړمنو خلکو ته، د هیواد په هر ګوټ کې چې وي، مرستې رسوو".
یوناما وايي دوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو په رسولو او د سخت اقتصادي بحران پر مهال د اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره اساسي کار کوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو پر بنسټ، د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو پر مهال په خبرو کې دا ماموریت مهم بللی او ویلي يې وو
"د یوناما بودیجه په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت تر ټولو لویه بودیجه ده او امنیت شورا «باید د هغو مالي سرچینو په اړه په دقت سره فکر وکړي، چې په ګډه یې د دې ماموریت د تمویل لپاره ځانګړې کوي."
په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخیله وايي دا چې : "افغانستان یو ځانګړي وضیعت سره مخ دی نو د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د بشري مرستو په جلبولو او همغږي کولو کې د یوناما رول مهم دی".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دا مرستندویه ماموریت یوازې افغانانو لپاره نه بلکه پخپله د ملګرو ملتونو لپاره د خپلو کاري تعهداتو د ترسره کولو لپاره هم مهم او حیاتي دی.
په افغانستان کې روان وضیعت او د ملګرو ملتونو د استازولۍ اصل ته په کتو، ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د ۲۰۲۶ کال د جولای په میاشت کې بنګله دېشۍ رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وټاکله.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ددغې استازې ټاکل یو نیک اقدام بولي:
نصیر احمد فایق په ملگرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په افغانستان کې د یوناما استازې د ټاکلو په هکله امریکا غږ ته وویل:
"په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو په څیر دیوې قوي او بې طرفې ادارې موثره رول ته د هر وخت څخه ډیره اړتیا ده، هیله لرم د رباب فاطمې مقرریدل د یوناما د ماموریت په موثریت او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو په ملاتړ په ځانگړې توگه د ښځو او نجونو په برخه کې د ملگرو ملتونه په مشرتابه د ټولو خواوو په گډون د یو ټول گډونه معنی داره بهیر په پرمختگ کې مرسته وکړي'.
د یو ناما نوې استازې په داسې وخت کې دغه ماموریت ته گمارل شوې چې ملگرو ملتو نو امنیت شورا ته د همدغې ادارې د رپوټ پر اساس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار لګول شويو بندیزونو د بشري مرستو رسول ستونزمن کړي.
یو ناما پر افغان ښځو دغه لگول شوي محدودیتونه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امتیازاتو او مصؤونیتونو په اړه د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده. افغانان په ځانګړې توګه دغه ماموریت ته د بشري وضیعت په مثبت اړخ کې د بدلون هیله څرګندوي .
فورم \ دبحث خونه