د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو د ښځو په مشرۍ او د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه تر سخت مالي فشار لاندې راوستي او د هغوی د فعالیتونو دوام یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
راپور چې «له ماتېدونکي پړاو هاخوا» یا Beyond Breaking Pointنومېږي، د نړیوالو مرستو د کمښت اغېزې څېړي او وايي چې د ښځو په مشرۍ سازمانونه په افغانستان کې په ځانګړي ډول له سخت وضعیت سره مخ دي.
دغه سازمانونه د ښځو او نجونو لپاره د بشري مرستو، خوندیتوب، روغتیا، رواني ملاتړ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي په ګډون یو شمېر مهم خدمتونه وړاندې کوي. خو د بودجې کمښت د دې سبب شوی چې ځینې پروګرامونه محدود یا ودرول شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د پراخو معلوماتو له مخې، د نړۍ په ۵۲ بحران ځپلو هېوادونو کې له ۸۵۵ ښځینه سازمانونو سره شوې سروې ښيي چې ۸۴ سلنه سازمانونو د خپلو خدمتونو په اړه تقاضا زیاته لیدلې، خو نږدې له هرو لسو سازمانونو څخه نهه نور د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
راپور وايي، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د مرستو د کمېدو له امله لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو مهم بشري خدمتونه له لاسه ورکړي دي. همدارنګه، ۶۳ سلنه سازمانونو په لرې پرتو سیمو کې خپل خدمتونه کم کړي دي.
په افغانستان کې وضعیت لا حساس دی
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو په مشرۍ سازمانونه پکې د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. په داسې حال کې چې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي، د ښځو محلي سازمانونه په ډېرو مواردو کې هغو ښځو ته د رسېدو مهمه وسیله ده چې مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان د جنسیت شاخص له مخې، د ښځو او نارینهوو ترمنځ د روغتیا، زده کړو، مالي مشارکت او تصمیم نیولو په برخو کې شاوخوا ۷۶ سلنه واټن موجود دی. دغه اداره وايي چې نږدې له هرو لسو ځوانو افغان ښځو څخه اته یې له زده کړو، کار او مسلکي روزنې بهر پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مخکې هم له نړیوالو شریکانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ مدني ټولنې سازمانونو ته اوږدمهاله او انعطاف منونکې مالي مرستې برابرې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان لپاره لږ تر لږه ۳۰ سلنه مرستې هغو پروګرامونو ته ځانګړې شي چې په مستقیم ډول د جنسیت برابرۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ کوي.
د تاوتریخوالي او بېوزلۍ د زیاتېدو اندېښنه
د «Beyond Breaking Point» نړیوال راپور موندنې ښيي چې د مالي سرچینو کمېدل یوازې د سازمانونو پر فعالیت اغېز نه کوي، بلکې ښځې او نجونې یې مستقیمې اغېزې احساسوي.
د سروې ۸۶ سلنه سازمانونو ویلي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی، په داسې حال کې چې ۶۲ سلنه وايي د ښځو او نجونو خوندي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي دي.
همدارنګه ۹۲ سلنه سازمانونو د هغو ښځو ترمنځ چې دوی ورسره کار کوي د بېوزلۍ زیاتوالی لیدلی او ۸۲ سلنه وايي چې ډېرې نجونې له ښوونځیو پاتې کېږي. نږدې دوه پر درېیمه برخه سازمانونه وايي چې کارکوونکي یې د اړینو خدمتونو د دوام لپاره له معاش پرته هم کار کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره خبرداری ورکوي چې که د تمویل ستونزه دوام وکړي، د ښځو د سازمانونو کمزوري کېدل به نه یوازې د بشري مرستو پر رسولو، بلکې په ټولنه کې د ښځو پر مشرتابه، تصمیم نیولو او د سولې او بیارغونې په بهیرونو کې د هغوی پر ونډې هم اغېز وکړي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو په مشرۍ سازمانونه، په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر بحراني شرایطو کې، یوازې د مرستو رسوونکي بنسټونه نه دي، بلکې هغو ښځو او نجونو ته د لاسرسي یوه مهمه لار ده چې له نورو خدمتونو او فرصتونو څخه محرومې دي.
فورم \ دبحث خونه